کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي سربېره پر دې چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو نوم لیکنې بهیر د پای نېټې ته درې ورځې پاتې دي، هېڅ نوماند په رسمي ډول نوم لیکنه نه ده کړې؛ خو د یوې مېرمنې په ګډون ۵۷کسانو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون کڅوړې ترلاسه کړې دي.
د ولسمشریزو ټاکنو له مهالوېش سره سم، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د ثبت بهیر، د مرغومي له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر ۱۲مې دوام مومي، د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کولی شي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته مراجعه وکړي او خپل نومونه ثبت کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیالې ویاندې کبرا رضايي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو خپلې معلوماتي کڅوړې کمېسيون ته نه دي سپارلې؟ وويل: ((ښايي اقتصادي ستونزې او د هېواد په شمالي او مرکزي سيمو کې د هوا بدلون له امله نوماندان ونه توانېږي څو کڅوړې ژر کمېسیون ته وسپاري.))
له دې مخکې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماندانو هر یو انوارالحق احدي، نورالحق علومي، حکیم تورسن، هدایت الله حفیظ، ایام الدین وطندوست، نور رحمان لېوال، زلمي رسول، رحمت الله نبیل، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، محمدحنیف اتمر، احمدولي مسعود، حکمت خلیل کرزي او یو شمېر نورو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو قانون له مخې، ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ شرایط دا دي: د افغانستان تابعیت ولري، مسلمان وي، د څلوېښت کلنۍ عمر يې بشپړ کړی وي، سل زره سټېکر لرونکي تذکرې ولري، پر بشري جرایمو محکوم نه وي، له مدني حقونو محروم نه وي او کمېسیون ته د یو میلیون افغانیو سپارل دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیالې ویاندې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش ته په اشارې چې د ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندۍ لپاره درې ورځې نورې پاتې دي، وویل که اړتیا پیدا شي، امکان لري چې د نوم ليکنې موده وغځېږي.
دا په داسې حال کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱مه د ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوي؛ خو د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې یوې باوري سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې حکومت او نړيواله ټولنه پر ټاکلې نېټې د ټاکنو پر ترسره کولو خپلو کې اختلاف لري.
له بل پلوه د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو مرستیال ذبیح الله سادات، تېره اوونۍ پژواک ته ويلي وو چې ښايي ولسمشريزې ټاکنې له یوې نيمې او یا دوو میاشتو ځنډ وروسته ترسره شي.
login or register a new account.