کابل ( پژواک، ۹ مرغومی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې ولسمشريزي ټاکنې له درې میاشتو ځنډ وروسته د راتلونکي کال چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنوخپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو او د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو تر سره کولو نېټه د ۱۳۹۸ کال د وري مياشتې په ۳۱ مه اعلان کړې وي.
له بل پلوه د دې کمېسیون چارواکو دا هم ويلي و چې د ولايتي شوراګانو او ولسواليو شوراګانو ټاکنې به له ولسمشریزو ټاکنو څخه څو میاشتې وروسته ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد چې نن يې د پکتیا ولایت د ټاکنو لومړنیو رایو د اعلان پرمهال یوې خبري ناسته کې خبرې کولي وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې د پراخو او بنسټیزو اصلاحاتو رامنځ ته کولو، د کمېسیون د کارکونکو د ګومارنې او د رايي ورکولو سایټونو، د رایه ورکوونکو د نوملړ او بایومتریک چمتو کولو لپاره ځنډيدلې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون یاد چارواکي زیاته کړه چې د ولسمشریزو ټاکنو پخواني مهالویش کې د انتقالاتو او تدارکاتو، د ټاکنو د امنیت خوندیتوب او بودیجې، د نوماندانو د کمپاین او د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر کې ځینې ستونزي موجودې وي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نورو اړوند ادارو سره د دې ستونزو لرې کولو لپاره دا پرېکړه وکړه چې ولسمشريزي، د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزنی ولایت د ولسي جرګې ټاکني په یو مهال د چنګاښ په ۲۹ ترسره شي.
د ولسمشریزو ټاکنو پخواني مهالویش له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د نوم لیکنې موده د مرغومې له لومړۍ نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۱۲ مې اعلان کړې وه؛ خو اوس دا کمېسیون وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ به د مرغومې له ۱۳ مې د دې میاشتې تر ۳۰ مې دوام وکړي.
په ورته مهال، حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
د ولسمشرۍ ویاند هارون چخانسوري ویلي دي: ((له شک پرته چې افغان حکومت په ټاکلې موده د ټاکنو ترسره کولو غوښتونکی و، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یوې خپلواکې ادارې په توګه په ټاکنو کې له ټولو ښکېلو غاړو لکه سیاسي ګوندونو، د جمهوري ریاست احتمالي نوماندانو، نړيوالې ټولنې، پر ټاکنو د څار بنسټونو په مشوره ، تخنیکي مسایلو ته په پام او د روان کال تلې میاشتې د ولسي جرګې ټاکنو کې له تېروتنو څخه د مخنیوي لپاره يې دا پرېکړه کړې څو ټاکنې د راتلونکې کال چنګاښ میاشت کې ترسره شي.))
نوموړي زیاته کړې ده چې افغان حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړې ته په درناوي او بېلابېلو ملحوظاتو ته په پام سره چې د ټاکنو کمېسیون له لوري مطرح شوي دي، چمتو دی څو د ۱۳۹۸ کال چنګاښ میاشتې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له یاد کمېسیون سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
login or register a new account.