ژبه

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۹ ولایتونو پایلې وروستۍ کړې دي

 

کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۷): د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د نهو ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې وروستۍ شوې او د نن ورځې تر پایه به د ټاکنو خپواک کمېسیون ته ولېږل شي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اروزګان، زابل، دایکنډي، بامیانو، کونړ، لغمان، پروان، پنجشېر او جوزجان ولایتونو پایلې وروستۍ شوې دي.

هغه په دې اړه چې له دې وروستي کېدو وروسته په پایلو کې کوم بدلونونه رامنځته شوي؟ څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، ټاکل شوې د یادو نهو ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې د نن ورځې (شهارشنبې د مرغومي ۱۸مې) تر پایه د ټاکنو کمېسیون ته ولېږل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د تلې په ۲۸مه او ۲۹ او په کندهار ولایت کې د لړم په پنځمه ترسره شوې، پراخې درغلۍ او سرغړونې وشوې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، سیاسي ګوندونو، د ولسي جرګې نوماندانو او هېوادوالو یې په اړه سخت غبرګون ښکاره کړ.

د ولسي جرګې د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې د قانون مطابق له لومړنیو پایلو یوه میاشت وروسته اعلان شي، خو وروسته د ټاکنو کمېسیون وویل، د ستونزو، له ولایتونو ولسوالیو ته د موادو لېږد او پاک کارۍ ته ډېره اړتیا، د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لېندۍ په دویمه او د کابل ولایت د لېندۍ په ۱۰مه اعلانېږي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر نن (د مرغومي ۱۹مه) د یوه ولایت وروستۍ پایلې هم نه دي اعلان کړې او د کابل ولایت لومړنۍ پایلې لا هم نه دي اعلان شوې.

login or register a new account.