کابل (پژواک، ۱۹مرغومی ۹۷): د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار د عبدالرحمن جومات خطیب او ملا امام عبدالسلام عابد د ناپېژاندو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي پژواک ته وویل، پر عبدالسلام عابد نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې دندې ته د تلو پر مهال د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په باغ بالا سیمه کې ناپېژاندو کسانو بمي برید وکړ.

هغه زیاته کړه، د عابد روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او ممکن یو ساعت وروسته له روغتون څخه بهر شي.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې بل چا ته زیان نه دی رسېدلی خو د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

د دې پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.