ژبه

بغلان او کندوز کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پلخمري- کندوز (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٧): په بغلان او کندوز ولايتونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې نهه پوليس او لس طالبان وژل شوي دي.

د بغلان ولايتي شورا مرستيال شمس الحق بارکزي د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د پلخمري اړوند په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې نهه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې له دې پېښې د پوليسو نهه مړي او شپږ ټپيان دوى ته انتقال شوي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې طالبانو د امنيتي ځواکونو يوه قرارګاه او دوه پوستې نيولې دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې ٣٠ امنيتي سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د يو بل خبر له مخې، د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې هم طالبانو د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

په یاد ولایت کې د شلمې فرقې وياند ډګرمن غلام حضرت کريمي پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې لس طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دې جګړه کې درې امنيتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

په دې اړه طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د قلعه زال په جګړه کې ١٦ د ملي اردو سرتېري او سيمه ييز پوليس وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.

مجاهد زياته کړه چې دغه راز په نښته کې يو طالب وژل شوى او يو بل ټپى شوى دى.

login or register a new account.