کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۷): د ټاکنو خپواک کمېسیون وايي چې د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې به ممکن د نن ورځې تر پایه یا سبا سهار اعلان شي.
د ټاکنوکمېسیون د وياند مرستیال ذبیح الله سادات پژواک ته وویل، د کابل د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړینو پایلو تخنیکي چارې پای ته رسېدلې دي او کمېسیون هڅې کوي چې نن شپه د دغه ولایت د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
هغه زیاته کړه: ((که له زیاتو هڅو سره سره نن شپه اعلان نه شي سبا حتمن د کابل ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانېږي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي چرګې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ ترسره شوې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، سیاسي ګوندونو، نوماندانو او هېوادوالو له سخت غبرګون سره مخ شوې.
د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د لړم ۱۹ مه او د وروستیو پایلو د اعلان نېټه د قانون له مخې له لومړنیو پایلو یوه میاشت ورورسته ټاکل شوې وه، خو وروسته د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د تخنیکي ستونزو، له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د ټاکنیزو موادو انتقال او پاک کارۍ ته د اړتیا له امله د ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې د لیندۍ پر دویمه او د کابل ولایت د لیندۍ پر ۱۰ مه اعلانېږي.
خو دغه کمېسیون تر اوسه «د مرغومي تر ۱۹ مې» نه دی توانېدلی چې د یوه ولایت په ګډون د کابل د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو کمېسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان خبر ورکوي چې دوه ورځې مخکې د کابل ولایت یو شمېر معترضو نوماندانو د کابل د ټاکنیزې حوزې د رایو د باطل اعلانېدو په اړه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له پرېکړې د ملاتړ تر څنګ ګواښ وکړ چې د دوی غوښتنو ته د نه پاملرنې په صورت کې به پراخ لاریونونه وکړي.
login or register a new account.