ژبه

پومپيو: امريکا د افغانستان د حاکميت او خپلواکۍ پياوړي کول غواړي

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٧): د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وايي چې هېواد يې د افغان سولې په پروسه کې جدي دی.

پومپيو دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امريکايي ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږو ورځنيو خبرو اترو وروسته کابل ته را رسېدلى دى.

طالبانو او خليلزاد دواړو په جلا جلا څرګندونو کې د قطر په ناستو کې د پرمختګ خبرې کړې خو دا يې هم ويلي چې پر موضوعاتو تر اوسه موافقه نه ده شوې.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د امريکا د سولې له دې هڅو موخه دا ده، څو دغه هېواد يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي او امريکا خپل ځواکونه بېرته هېواد ته راولي.

هغه زياته کړه چې په دې تړاو له افغان حکومت او نورو هغو متحدينو سره چې له افغان سولې سره لېوالتيا لري، له نږدې ګډ کار کوي.

دى وايي، امريکا غواړي چې د افغانستان خپلواکي، حاکميت او رفاه پياوړي کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، د زلمي خليلزاد او طالبانو ترمنځ ګټورې خبرې شوې او له هغه ځايه د پرمختګ خبرونه راغلي دي.

login or register a new account.