دویم تعقیب (پژواک، ۷ سلواغه ۹۷): د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار په منډوي کې نن سهار د اورلګېدونې له امله د میلاد مارکېټ له ۵۰ ډېر دوکانونه سوځېدلي دي.
دغه اورلګېدنه نن سهار ۶:۳۰ بجې پیل او شاوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پېښې په سیمه کې رسنیو ته وویل، تر اوسه د یادې اورلګېدنې لامل نه دی روښانه شوی، خو د پلټنې ټېم یې په اړه څېړنې کوي.
هغه زیاته کړه، اور لومړى د میلاد مارکېټ په یوه دوکان کې پیل او وروسته د یادې ودانۍ څلورو پوړونو ته و غځېد.
د هغه په خبره، په دې اورلګېدنه کې له پنځوسو ډېر دوکانونه سوځېدلي خو ځینې دوکانداران توانېدلي چې خپل دوکانونه خالي کړي.
ده وویل، د اور وژنې عمله په وخت د پېښې ځای ته رسېدلې خو د ودانیو د غیرمعیاريتوب له امله یې په ډېره سختۍ اور مړ کړی دی.
خو نوموړي وویل، د اور وژنې عمله توانېدلې چې نږدې مارکېټونو ته د اور د غځېدو مخه ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، پولیسو هغه لس کسان هم نیولي چې د یاد مارکېټ د دوکاندارانو مالونه یې غلا کول.
د پېښې یو زیانمن نقیب الله وویل، اورلګېدنه لومړى له یوه دوکانه پیل شوه او بیا د میلاد ټول مارکېټ او بالاخره داوي او ریحان مارکېټونو ته هم يوڅه ورسېده.
هغه د مېلاد مارکېټ لوړو پوړونو او نږدې نورو مارکېټونو ته د اور د رسېدو لامل د اور وژنې د عملې د کارکوونکو تر منځ د همغږۍ نه شون یاد کړ او ویې ویل، که اطفایه په مناسب وخت رارسېدلې وای اورلګېدنې زیات زیانونه نه اړول.
login or register a new account.