کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۷): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې د افغانستان حالات ډېر پېچلي دي او روانه څلوېښت کلنه جګړه په یوه غونډه پای ته نه رسیږي.
زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې د سلواغې په ۱۱مه، نن ماښام په ټولنیزه شبکه ټویټر کې په خپلو تازه او وروستیو پوسټونو کې کړې دي.
هغه ویلي، د سولې لاره کله ناکله په سمه لاره نه ځي، د افغانستان حالات پېچلي دي او حساسې او مهمې خبرې په عام محضر کې نه کېږي.
نوموړي وایي: "اجازه راکړئ چې د سولې د وروستیو هلو ځلو په اړه معلومات شریک کړم، چې موږ کوم ځای کې یو."
د هغه په وینا، له طالبانو سره د امریکایي ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ د مبارزې د څرنګوالي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
خو خلیلزاده دا هم ویلي چې په دې برخو کې وروستۍ موافقه نه ده شوې.
هغه زياتوي: "دا په دې معنا نه ده چې زموږ کار پای ته رسېدلی، تر اوسه مو یادې دوه موضوع ګانې نه دي بشپړې کړي، پر څو نورو جدي موضوعاتو هم کار لا پاتې دى، چې هغه بین الافغاني مذاکرات او هر اړخیز اوربند دی."
د امریکا استازی وایي، ځینو کسانو په بېړې سره دا خبره وکړه، چې ګوندې امریکا او طالبانو تړون کړی دی، په د اسې حال کې چې داسې څه نه دي شوي.
خلیلزاد دغه ډول څرګندونو ته په اشارې سره ویلي: "روغ فیل په یوه مړۍ نه خوړل کیږي، د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه په یوه ناسته پای ته نه رسیږي، که دا غونډه یوه اونۍ وخت هم واخلي."
د هغه اشاره د قطر وروستۍ غونډې ته وه چې شپږ ورځې يې دوام کړى و.
نوموړي دا هم ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې باید د افغانانو ټپونه ټکور کړل شي.
هغه وايي، په دغې قضیې کې ډېر لوبغاړي، ډېر مسایل او اړخونه شته دي، خو ده زیاته کړې: "موږ پر سم لوري روان یو او هاغسې چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي دي، مذاکرات ښه روان دي".
login or register a new account.