ژبه

د ” ټاکنو د قانون د تعدیل” طرحه تصویب او توشیح شوه

کابل (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٧): ولسمشر غني  د ټاکنو قانون د تعدیل، زياتولو او ځينو موادو د لرې کولو طرحه د کابینې له تصویب وروسته نن توشیح کړه.

د ارګ په هغه خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک ته هم رالېږل شوې راغلي، د ټاکنو قانون د تعدیل، زياتولو او ځينو موادو د لرې کولو طرحه له سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له استازو او په ټاکنو پورې اړوند مدني ټولنو له بنسټونو سره له مشورې وروسته نن کابینې تصویب او د ولسمشر له خوا توشیح شوه.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني د یاد قانون له توشیح وروسته ویلي چې دغه مسوده د افغانیستان د سیاسي طبقې، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو او په ټاکنو پورې اړوندو مدني بنسټونو د اجماع پایله وه چې د تعدیل پر اړتیا یې ټینګار درلود.

اجرایيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هم په خپلو خبرو کې د یادې مسودې لپاره له جوړې شوې اجماع څخه مننه وکړه.

وروسته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ټاکنو د قانون د تعدیل په اړه تفصیلي خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د تېرو دوو ورځو په جریان کې د سیاسي ګوندونو، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو او په ټاکنو پورې اړوند مدني ټولنو د استازو په شتون کې شاوخوا ۲۰ ساعته پرله پسې ناستې ترسره شوې او د ټاکنو په قانون کې یې د اصلاحاتو د ۳۹ مواردو په اړه توافق ترسره شو.

login or register a new account.