ژبه

په کابل کې پر یوه ځمکه دوه دولتي ادارې د ملکیت ادعا کوي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۹۷): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د کابل ښاروالۍ په داسې حال کې د یوه ښوونځي پر ملکیت ودانۍ جوړوي چې دا ښوونځی د ټولګیو کمښت له امله په تېرو لسو کلونو کې څه باندې ۱۱ میلیونه افغانۍ کرایه ورکړې ده.

د محمد انور بسمل لېسه ۸۵۰۰ زده کوونکي او ۲۴ درسي خونې لري چې زده کوونکو ته بسنه نه کوي، نو له دې امله هر کال دې ښوونځي ته څېرمه د تدریسي چارو پرمخ وړلو لپاره شخصي ودانۍ په کرایه نیول کېږي.

د یادې دولتي لېسې ملکیت ۶۵۶۰ مترمربع مساحت لري، د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند له پنجصد فامیليو څلورلارې څخه ۱۰۰ متره واټن کې موقعیت لري.

د پژواک ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د پوهنې وزارت د یوه مکتوب پر بنسټ اندېښنه ښيي چې کابل ښاروالۍ هوډ کړی چې د  محمد انور بسمل لېسې په ملکیت کې چې مخکې ((د کاخ پیش اهنګان)) په نوم یادېده، ودانۍ جوړه کړي او دا اقدام يې په تفصیلي پلان کې شامل کړی دی.

د ولسمشرۍ د ۱۵۶مې ګڼې او د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال د ۱۰۴مې ګڼې حکمونو، د چارو عمومي ادارې د پاليسۍ ریاست او وزیرانو شورا د دارالانشاء د ۱۳۶۶مې ګنې login or register a new account.

ورته موضوع