ژبه

(( اوس هم د کورنیو چارو وزارت په ځینو برخو کې فساد شتون لري))

کابل (پژواک، ۷ کب ۹۷): له اداري فساد سره د مبارزې  د څارنې او ارزونې کمېټې د موندنو له مخې، د کورنیو چارو وزارت د خریداري، لوجیستیک او بشري منابع برخو کې ناغېړي او نه پاملرنې دې بنسټ کې فساد ته لار هواره کړې ده.

دا څېړنه کورنیو چارو وزارت کې له اداري فساد څخه د رامنځ ته شوو زیانونو په اړه ترسره شوې ده چې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې په دې تړاو په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې له ۳۹ کسانو سره مرکې ترسره کړي او همدا راز یې د نظرخاوندانو د ډله ییزو بحثونو له لارې  د ۲۱۰۸ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې  قراردادونه او د لومړۍ ا و دویمې درجې اسنادو تدقیق ترسره شوی دی.

په یاده څېړنه کې  د ۹ قراردادونو او ۴۵ قرادادي دوسیو ارزونه شوې ده چې ټولټال ۷۵ موارد په کې  موندل شوي چې ۲۸ يې په تدارکاتي، ۱۲ یې د لوجیستیک او ۲۵ نور يې د بشري منابع په برخه کې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې مشر باري سلام وویل چې دا ارزونه  کورنیو چارو وزارت کې د خریداري، لوجستیک او بشري منابع په برخو کې د اداري فساد د زیانونو د تثبیت لپاره ترسره شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د دې کمېټې موندنې ښيي چې: (( د دواطلبي په پروسه کې د روڼتیا نشتون، د پرېکړو پرمهال بهرني لاسوهنې، د وسایلو پلورونکو ته د پیسو په ورکړه کې ځنډ او د سوابقو ثبت او دوسیه ساتنې نامناسب او کمزوری سیستم))  د کورنیو چارو وزارت د خریداري په برخه کې شته ننګونې دي.

هغه وویل، په ارزونو کې څرګنده شوه چې د شرکتونو د دواطلبي په اسنادو کې، جدي ننګونې موجودې وي، چې د دې وزارت د تداکارتو برخه د فساد لامل کېږي.

باري سلام د لوجستیک په برخه کې له ننګونو یادونه وکړه، ويې ويل چې د موجودي په نوملړونو کې ستونزې، د لوجستیک او خریداري په چارو کې د همغږۍ نشتون او د کورنیو چارو وزارت تر ټولو وروستۍ نسخې نه تصویب، د لوجستیک برخې پر وړاندې نورې پرتې ننګونې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې کمېټې مشر وویل چې اوسمهال د کورنیو چارو وزارت ۸ لوجستیکي زونونه لري؛ خو یو یې هم له مرکز سره همغږي نه لري چې دا کار فساد ته لار هواروي.

هغه وویل، د بشري منابع په برخه کې هم ستونزي شته چې ښکاره بیلګې يې د پولیسو او ملکي کارمندانو د ګومارنې بهیر کې لاسوهنه، د پولیسو د ګمارنې لپاره د معیار نشتون، د ملکي کارمندانو د ترفیع بشپړیدو اوږدمهالی بهیر او د تقاعد په برخه کې د پولیس منسوبینو د دوسیو ورکېدل او د تقاعد په خزینه کې د بډو غوښتنه او داسې نورې دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې کمېټې له یاد وزارت څخه غوښتنه کړې چې د موبایل اړوند ټکنالوجي، د لوجستیک او تدارکاتو ریاستونو ترمنځ د ښې همغږۍ، د شتمني سیستم رامنځ ته کېدو او د کورنیو چارو وزارت لوجستیکي لارښود منظور برخې ته پاملرنه وکړي.

سربېره له دې، یاد بنسټ بشري منابع ته د کارمندانو ګومارنې سیستم اسانه  کولو، د بشري منابع ټولو مقرارتو د پلې کېدو، د سافټ ویر پرمټ د کارمندانو کړنو ارزونې، د فوق العاده ترفیعاتو غوره مدیریت او د بشري منابع مدیریت لپاره د الکترونیکي سیتسم معرفي وړاندیز کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د دې څېړنې پایلې تر غور لاندې نیسي.

login or register a new account.