ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست هوايي ډګر یوې پروژې قرارداد د اروزنې پلاوي د تصمیم خلاف دی

د خوست هوايي ډګر یوې پروژې قرارداد د اروزنې پلاوي د تصمیم خلاف دی

author avatar
27 Feb 2019 - 18:41
د خوست هوايي ډګر یوې پروژې قرارداد د اروزنې پلاوي د تصمیم خلاف دی
author avatar
27 Feb 2019 - 18:41

کابل (پژواک، ٨ کب ۹۷): د ارزونې پلاوي د خوست د هوايي ډګر د ترمینل د جوړېدو پروژې ته دوه شرکتونه په ګډه ګټونکي بللي دي، خو د تدارکاتو عالي کمېسیون یاده پروژه یوه شرکت ته ورکړې ده.

د اسنادو د هغې کاپي په اساس چې یوه کاپي یې پژواک هم ترلاسه کړې د خوست د هوايي ډګر د ترمینل او وسایلو د پارکېڼګ د جوړېدو پروژه د غويي په ۲۹ مه اعلان شوې وه او د زمري په پنځمه یې د غوښتنلیکونو د سپارلو ناسته ترسره شوې ده.

د اداري ارزونې د کمېټې د تصمیم د سند په یوه برخه کې راغلي: ((په دې داوطلبۍ کې پنځو شرکتونو ګډون کړی و چې د ارزونې کمېټې د پلاوي له خوا د هریرود او سپتي اوغلو ساختماني شرکتونه د ۹۹۱ میلیون افغانیو په ارزښت ګټونکي اعلان شول او د ۱۳۹۷ کال د زمري په ۲۴ مه د قرارداد د ورکړې خبرپاڼه خپره شوه.))

په یاد سند کې راغلي چې د دې پروژې د اصلي قرارداد د ترلاسه کولو لپاره باید ساختماني شرکت لږ تر لږه په وروستیو پنځو کلونو کې په ساختماني برخه کې د ۷۱۷ میلیون افغانیو په لګښت ورته پروژه بشپړه کړې وي.

د یاد سند په بله برخه کې راغلي: ((هریرود شرکت د ۳۸۱ میلیون افغانیو په ارزښت او سپیتي اوغلو ساختماني شرکت یو میلیارد او ۳۷۵ میلیون افغانۍ وړاند کړې دي.))

د دې ادارې د څېړنې د کمېټې د پرېکړې په سند کې راغلي: ((د ملکي هوانوردۍ ادارې د تدارکاتو د ملي ادارې د تدارکاتي اسانتیاوو څخه په استفاده د یادې پروژې د تدارکاتو مرحلې بشپړې کړې دي. د ارزیابۍ پلاوي د غوښتنلیکونو د بشپړې تخنیکي اروزنې او تحلیل وروسته تر لاسه کړې، داچې د هریرود ساختماني شرکت او سپتي اغلوانس مات دستي (جي وي) ساختماني شرکت توانېدلی چې د شرط پاڼې ټول معیارونه پوره کړي او د خوست د هوايي ډګر د ترمینل، (ای تي ایم) ودانۍ، اپرون او د وسایلو د پارکېنګ د جوړېدو د پروژې د ساختماني چارو د ترسره کېدو لپاره وړ بللی او د تدارکاتو د کړنلارې د ۲۶ فرمان د پنځمې فقرې مطابق یې ارزونه پای ته رسولې ده.))

دغه راز د یادو دواړو ساختماني شرکتونو د بانکي ضمانت د تمدیدۍ په کاپي کې چې پژواک تر لاسه کړې راغلي، دواړو شرکتونو د شریکانو په توګه ۳۰ میلیون افغانۍ د هوانوردۍ ادارې ته د ضمانت په توګه ورکړې دي او په دغه سند کې دواړه شرکتونه د شریکانو په توګه یاد شوي دي.

خو د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۳ مه د هوايي چلند د ملکي ادارې له خوا د سپتي اغلو ساختماني شرکت ته په ۲۱۰/۱۴۲۳ شمېره لېږل شوي مکتوب کې راغلي چې د تدارکاتو کمېسیون د ۱۷/۱۰/۱۳۹۷ نېټې د ۳۰۲۲ مې پرېکړې په اساس داسې منلې ده: ((پروژه له شریک پرته هریرود شرکت ته منل شوې ده.))

د سپیتي اوغلو شرکت مرستیال محمد عظیم احمدي وویل، دغه شرکت یاده پروژه د زمري په ۲۴ مه د داوطلبۍ په ناسته کې له هریرود شرکت سره په شریکه ترلاسه کړه، خو نوموړي زیاته کړه: ((له بریالیتوب وروسته د هوايي چلند ملکي ادارې دغه راپور د منظورۍ لپاره د تدارکاتو ملي ادارې ته ولېږه، په تدارکاتو کې د یوې مودې لپاره اسناد پاتې و څو د هریرود شرکت د لوړپوړو دولتي چارواکو په ملاتړ داسې زمینه برابره کړي چې د سیپتي او غلو( جي وي) شرکت برخه هریرود شرکت ته ورسوي.))

هغه وویل، وروسته د ملي تدارکاتو ادارې د یادو شرکتونو له هوکړې پرته په ناقانونه توګه دغه قرارداد هریرود شرکت ته ورکړ او د روان کال د کب په لومړۍ نېټه د یادې پروژې قرارداد د ولسمشر په موجودیت کې له هریرود شرکت سره لاسلیک شو.

احمدي زیاته کړه: ((کله چې هریرود ساختماني شرکت له سپیتي اوغلو شرکت سره شراکت کوي په دې معنا ده چې د هریرود ساختماني شرکت په یوازې ډول د یادې پروژې د بشپړېدو توان نه لري او د سپیتي اوغلو شرکت د دې لامل کېږي چې د هریرود شرکت د یادې پروژې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.))

هغه زیاته کړه: ((د دواړو شرکتونو ټول اسناد شریک و، یادې ادارې ته مو د پروپوزل شریکه بسته، بانکي ضمانت، کاري تجربې او ګډ کاري ټېم او نور وسپارل خو هریرود شرکت چې په یوازې ډول یې شرایط نه شوای پوره کولای پروژه ترلاسه کوي او زموږ شرکت چې د هریرود په پرتله ښه شرایط لري او له یو میلیارد افغانیو د زیات ارزښت لرونکې پروژې یې ترسره کړې له پروژې څخه ایستل شوی دی.))

احمدي د کوم کس له نوم اخیستو پرته ادعا وکړه چې هریرود شرکت د هوايي چلند د ملکي ادارې او تدارکاتو ادارې چارواکو ته پیسې ورکړې او مسوولانو جبرا د سپيتي اوغلو شرکت له قرارداد څخه لرې کړی دی.

نوموړي د یادې پروژې د بیا څېړلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، ولسمشر باید په خپلو خبرو عمل وکړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې فساد یې کړی.

خو د هریرود شرکت یوې سرچینې د نوم له اخيستو پرته وویل، نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي، ځکه دا پرېکړه د حکومت مشرتابه ځکه کړې  چې پر سپیتي اوغلو شرکت دعوا موجوده وه.

خو احمدي زیاته کړه، د سپیتي اوغلو په اړه هېڅ ډول دعوا نشته.

د تدارکاتو د ملي ادارې د ستراتېژيکو اړیکو د ریاست سرپرست احمد رامین ایاز په دې اداره کې د فساد د شتون په اړه د سپیتي اوغلو شرکت ادعا رد کړه او ویې ویل، دغه پروژه د اجرایيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د لارښوونې په اساس د ملي تدارکاتو د عالي کمېسیون په اجنډا کې شامله شوې او په کمېسیون کې چې د تصمیم نیونې په برخه کې تر ټولو لوړه مرجع ده پروژه د هریرود شرکت ته ورکړل شوې ده.

هغه وویل، د ملي تدارکاتو اداره دواړو شرکتونو ته د دې پروژې له ورکولو سره مخالفت درلود او وړاندیز یې کړی و چې دغه قرارداد د بنايي دولتي شرکت ته ورکړل شي خو بنايي شرکت د لوړ قیمت د ورکولو له امله د داوطلبۍ ګټونکی نه شو.

نوموړي زیاته کړه، د ملي تدارکاتو او د هوايي چلند ملکي ادارو د یاد قرارداد په منلو کې رول نه درلود، ځکه دغه پرېکړه د ولسمشر په مشرۍ د تدارکاتو د عالي کمېسیون له خوا شوې ده.

د هغه په خبره، د حکومت اجرايیه رییس، د ولسمشر دویم مرستیال، د اقتصاد، مالیې او عدلیې وزیران ددغه کمېسیون غړي دي او د تدارکاتو ملي اداره د تدارکاتو د عالي کمېسیون د دارالانشا په توګه کار کوي.

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وویل، دغه بهیر د تدارکاتو د ملي ادارې او د هوايي چلند د ملکي ادارې له خوا تر ارزونو وروسته په اجنډا کې شامله شوى دى.

هغه زیاته کړه، د زیاتو جزيیاتو لپاره د هوايي چلند له ملکي ادارې سره خبرې وکړئ.

د هوايي چلند ملکي اداره له پرله پسې اړیکو او ایمیل وروسته هم په دې اړه ځواب ورکولو ته تیاره نه شوه.

د اجرایيه ریاست ویاندویانو هم له پرله پسې اړیکو وروسته په دې اړه ځواب ور نه کړ.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.