ژبه

د ټاکنیزو کمېسیونونو نوي اداري پلاوي وټاکل شول

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٧): د ټاکنیزو کمېسیونونو د نوو پلاوو ټاکنې د دواړو کمېسیونونو د رییسانو، مرستیالانو او منشیانو تر ټاکل کېدو وروسته پای ته ورسېدې او ټاکل شوې چې سبا په رسمي توګه خپلې دندې پیل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مرستیال ویاند سرپرست میرزا محمد حق پرست پژواک ته وویل، په هغو ټاکنو کې چې نن د یادو کمېسیونونو تر منځ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په دفتر کې ترسره شوې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د رییسې، عصمت الله مل د مرستیال او قوقندي د یاد کمېسیون د منشي او ویاند په توګه و ټاکل شول.

دغه راز یوې بلې سرچینې د معلوماتو په اساس، زهره بیان شینوارې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د رییسې، مولوي دین محمد عظیمي د مرستیال او محمد قاسم الیاسي د یاد کمېسیون د منشي او و یاند په توګه ټاکل شوي دي.

د ټاکنو د قانون له تعدیل او د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو له عزل وروسته د تېرې جمعې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو ۱۷ نوماندانو د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړيتوب او د دارالانشا ریاستونو له ټولو ۸۱ نوماندانو څخه ۱۴ کسان و ټاکل.

ورپسې، ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ۱۲ مه د صادرو شوو فرمانونو په ترڅ کې محمد قاسم الياسي، زهره بيان شینوارې، مولوي دین محمد عظيمي، محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رويدار د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون او سید عصمت الله مل، مولا محمد عبدالله، اورنګ زېب، محمد حنیف دانشيار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستانۍ او رحيمه ظريفي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو په توګه وټاکل.

د ولسمشر د فرمان په اساس، چمن شاه اعتمادي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون د دارالانشا د رییس او حبیب الرحمن ننګ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د رییس په توګه ټاکل شوي دي.

د ټاکنیزو کمېسیونونو یادو غړو تېره ورځ (د کب ۱۳ مه) د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله په حضور کې په ارګ کې لوړه وکړه.

login or register a new account.