ژبه

چارواکي په غزني او لوګر کې د ۲۴ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

غزني ښار- پل علم (پژواک، ١٩ کب ٩٧): حکومتي مسوولين وايي چې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال په غزني او لوګر کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په ملک الدين کلا او د قره باغ ولسوالۍ په باران کلا کې د ځمکې او هوا له لارې عمليات کړي دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې ١٦ طالبان په ناوې او درې نور هم په قره باغ ولسوالۍ کې وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه امريکايي ځواکونو د قره باغ ولسوالۍ په باران کلا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبار کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بمبار کې د خلکو کورونه ويجاړ شوي او يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده او پنځه تنه يې له ځان سره بيولي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار او دهنو سيمو کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو د يوه قوماندان شفيع الله اسماني په ګډون پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه چې د دغو عملياتو په ترڅ کې افغان ځواکونو پنځه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، اته موټرسايکل او يو موټر له منځه وړي او يو شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.

دغه راز د زرغون ښار سيمې اوسېدونکي سردار اغا پژواک ته وويل چې له تېرې ورځې د دوى په سيمه کې جګړه روانه ده او تر اوسه دوه طالبان په کې وژل شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.