کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٧): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، زلمى خليلزاد تورنوي چې د سولې خبرو کې د افغانستان حکومت د څنډې ته کېدو او طالبانو ته د مشروعيت ورکولو هڅې کوي.
د افغانستان حکومت تر دې مخکې هم د طالبانو او امريکا د استازو تر منځ د سولې په خبرو يو ډول اندېښنې ښودلي، خو دا لومړى ځل دى چې حمدالله محب د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پر استازي زلمي خليلزاد دا ډول سختې نيوکې کوي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب چې د ملګرو ملتونو شورا په غونډه کې د ګډون په موخه امريکا ته تللى، تېره ورځ په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي، زلمى خليلزاد هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت څنډې ته کړي.
د هغه په وينا، خليلزاد د خپلو شخصي ګټو لپاره هڅې کوي.
محب د سولې خبرو ته په اشارې زياته کړې:" فکر کوم چې شايد شخصي ګټې شتون ولري؛ ځکه چې په دې اړه د معلوماتو او اطلاعاتو کموالى شتون لري."
دى وايي چې د سولې په يادو خبرو کې هېڅ ډول روڼتيا نشته او خليلزاد د دغو خبرو په اړه د افغانستان له حکومت سره سلا نه کوي.
حمدالله محب زياتوي:"موږ ډېر لږ معلومات تر لاسه کوو... هغه چې تر ټولو وروسته د دغو خبرو په اړه خبرېږي موږ (د افغانستان حکومت) يو."
دغه راز افغانستان د ملي امنيت سلاکار، پر زلمي خليلزاد تور پورې کوي او وايي چې هغه افغانستان کې د واک تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي.
دى وايي:"د خلیلزاد سابقې ته په پام... هغه افغانستان کې ځينې موخې تعقيبوي. هغه دوه ځله غوښتل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي... افغانستان کې او د هغو خلکو منځ کې چې حکومت کې دي تصور داسې دى چې کېداى شي له دې ټولو خبرو موخه د لنډمهالي حکومت جوړول وي چې هغه (خليلزاد) يې په سر کې وي."
تر دې څرګندونو لږ وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت حمدالله محب دغه وزارت ته وغوښت.
دغه وزارت ويلي چې چارواکيو يې له محب سره په کتنه کې د هغه نيوکې رد کړي دي.
د دغه وزارت چارواکيو ويلي چې خليلزاد يې استازى دى او پر هغه داسې لفظي بريد د امريکا د بهرنيو چارو پر وزارت بريد دى او دغه کار د دواړو لوريو افغانستان او امريکا د اړيکو او د سولې بهير ته خنډونه جوړوي.
login or register a new account.