ژبه

خليلزاد د پاکستان او انګلستان له سفيرانو سره پر افغان سولې خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢٨ کب ٩٧): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد د پاکستان او انګلستان له سفيرانو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

خليلزاد د کب په ٢٨مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې د امريکا لپاره د يادو هېوادونو له سفيرانو سره يې په واشنګټن کې ليدلي دي.

هغه په دې پوسټ کې ليکلي، د امنيت او ثبات په تړاو که په سيمه ييزه او نړيواله کچه فکر وشي، نو د افغانستان د جګړې ختمېدل د ټولو په ګټه دي او ټول د دې جګړې پاى ته رسېدل غواړي.

خليلزاد په دغه ټويټ کې د دې ليدنو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

زلمى خليلزاد له وسله والو طالبانو سره په قطر کې د پنځم پړاو له اوږدو شپاړس ورځنيو خبرو اترو وروسته نېغ په نېغه واشنګټن ته تللى دى.

هغه له دې مخکې د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر له مشر، د هند د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال او ځينو نورو ډيپلوماتانو سره هم په واشنګټن کې ليدلي دي.

ځينې سرچينې وايي چې زلمى خليزاد به راتلونکې اوونۍ کابل ته راشي او دلته له افغان حکومتي او سياسي مشرانو سره تر ليدنو وروسته به  له طالبانو سره د شپږم پړاو خبرو اترو لپاره قطر ته وخوځېږي.

هغه د تېر پنځم پړاو په پاى کې ويلي وو چې د امريکايي ځواکونو پر وتلو او ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلی دي.

خليلزاد په ډاګه کړې وه چې په بل پړاو کې به پر هر اړخيز اوربند  او بين الافغاني مذاکراتو خبرې کېږي.

login or register a new account.