Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر پولیسو په لسو موټرو کې بار قاچاقي خوراکي او نور توکي نیولي

پل علم (پژواک، ۶ وری ۹۸): د لوګر پوليسو لس هغه بار وړونکي موټر درولي چې غوښتل يې له قانوني محصول پرته خوراکي او نور توکي کابل ښار ته داخل کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر سرپرست امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولايت پوليسو لس غير قانوني بار وړونکي موټر نيولي دي.

هغه وايي: ((دغه موټر د پکتيا له لارې لوګر ته راغلي وو او غوښتل يې چې له ګمرګي محصول پرته کابل ته داخل شي چې زموږ د پوليسو له لوري ونيول شول او دا مهال تر څېړنو لاندې دي.))

د قوماندان په وينا، په يادو موټرو کې له ټاکل شوي وزن څخه ډېر خوراکي او نور توکي بار شوي چې د سړک د خرابوالي لامل هم ګرځي.

مخلص زياتوي: ((موږ کوښښ کوو چې له نورو ځواکونو سره په همغږۍ هېڅ ډول قاچاق، موټر او نورو قاچاقي توکو ته اجازه ورنه کړو چې له دغه ولايت څخه تېر شي.))

نوموړي دا هم وويل چې د لوګر د امنيت د ټينګښت په موخه يې نوي پلانونه جوړ کړي چې په پلي کېدو سره به يې امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شي.

دا په دا سې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر پوليسو ورته غير قانوني موټر نيولي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.