کابل (پژواک، ۱۲ وری ۹۷): له پکتیکا ولایت څخه د ولسي جرګې د یوه نوماند یو شمېر پلویانو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخکني غړي په رشوت اخیستو او د خپلې خوښې نوماند د رایو پر لغوه کېدو تورن کړل او د مرکزي کمېسیون دروازه یې وتړله.
له پکتیا څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند محمد داوود کټوازي شاوخوا ۳۰۰ پلویان نن په کابل کې د ټاکنیزو شکایتونو مرکزي کمېسیون مخې ته راټول او د خپلې خوښې د نوماند باطلو رایو ته د باور ورکولو غوښتنه یې وکړه څو وکولای شي په ولسي جرګه کې د خلکو استازيتوب وکړي.
له پکتیا څخه ولسي جرګې ته نوماند او د لاریون ګډونوال محمد داوود کټوازي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په رشوت اخیستو او د خلکو په پاکو رایو کې پر لاسوهنه تورن کړ او ویې ویل، دغه کمېسیون له پکتیا څخه ولسي جرګې ته د یوه نوماند «خالد اسد» د رایو د زیاتولو په بدل کې له نوموړي رشوت اخیستی او ده بایومتریک رایې یې باطلې اعلان کړې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((په لومړنیو پایلو کې د ۴۸۹۱ رایو په ترلاسه کولو ګټونکی شوم، خو په وروستیو پایلو کې د ټاکنو کمېسیون له خوا زما له ۲۵۰۰ زیاتې رایې لغوه شوې وې.))
هغه ادعا وکړه چې دوی د رشوت په اخیستو «خالد اسد» ګټونکی اعلان کړی دی.
کټوازي د نوو کمېشنرانو ټاکل نمایشي وبلل او زیاته یې کړه: ((ولسمشر امر کړی و چې مخکنۍ پرېکړه بدله نه کړي او له ولسمشر څخه غواړم چې ټولنیز عدالت وساتي څو حق حقدار ته وسپارل شي.))
د عبدالرووف په نوم د کټوازي یوه پلوي او د پکتیکا ولایت متعرض اوسېدونکي وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مخکنیو غړو د رشوت له اخیستو وروسته محمد داوود کټوازی له لېسته لرې او پر ځای یې د خالد اسد په نوم بل نوماند ګټونکی اعلان کړی دی.))
د شاه ولي کټوازي په نوم یوه بل اعتراض کوونکي وویل، ترڅو چې سپینې رایې له تورو جلا نه شي، د کټوازي پلویان د پکتیا ولایت د ولسي جرګې ټاکنې نه مني او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په تقلبي رایو ولسي جرګې ته لار پیدا کړي.
د پکتیا ولایت یوه قومي مشر او د لاریون ګډونوال حاجي ظفر وویل: ((خالد است د رشوت په ورکولو بریالی شوی، موږ ناقانونه او رشوت ورکوونکی وکیل نه غواړو.))
معترضان وايي، تر څو چې پاکې رایې له ناپاکو جلا نه شي، دوی د ټاکنو پایلې نه مني او بايد بياځلې رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي، که نه نو دوى به په راتلونکو په ټاکنو کې ګډون ونه کړي.
خو د پکتیا ولایت بریالي نوماند خالد اسد د یادو تورونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل: ((تر ټولو پاکې رایې زما دي او له ۱۰۰ ډېر شکایتونه مي ثبت کړي و، خو نورو نوماندانو نه و ثبت کړي او شکایتونو ته تر رسېدو وروسته زه ګټونکی اعلان شوم، محمد داوود کټوازی له ما سره شخصي ستونزه لري او د رسنیو له لارې دغه ډول موضوعاتو ته لمن وهي.))
هغه دغه ادعا د ځان په اړه دسیسه بولي او وايي، دغه کسان د ماتې او بریا له فرهنګ سره نابلد دي، له همدې امله هڅه کوي د خلکو ذهنیتونه ګډوډ او تخریب کړي.
login or register a new account.