کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٧): حکومتي چارواکي وايي، د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ مرکز يې بلې سيمې ته لېږدولى، خو طالبان ادعا کوي چې د دغه ولسوالۍ مرکز يې نيولى دى.
ګیرو د غزني ناامنه او له پکتيکا ولايت سره په پوله پرته ولسوالي ده.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګيرو ولسوالۍ د خلکو د غوښتنې او له حکومتي چارواکيو سره تر سلا وروسته، د غزني ولايت نظامي کميسيون پرېکړه وکړه چې د دغې ولسوالۍ مرکز په تګ راتګ کې د اسانتياوو او د امنيت د ښه ټينګښت په موخه بلې سيمې ته ولېږدوي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم ورته څرګندونې کوي، وايي چې د يادې ولسوالۍ مرکز د کابل- کندهار لويې لارې ته څېرمه د همدې ولايت د قره باغ ولسوالۍ د باران کلا سيمې ته لېږدول شوى دى.
هغه وايي چې د ولسوالۍ پر پخواني مرکز به د دولت وسله والو طالبانو ډېر بريدونه کول او د ولسوالۍ مرکز ته نږدې پراته خلک له له ستونزو سره مخ کړي وو.
خو د ګیرو ولسوالۍ اوسیدونکي رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ په مرکز برید وکړ.
هغه وايي نه پوهېږي چې د ولسوالۍ مرکز طالبانو نيولى او که دغه مرکز د شپې بلې سيمې ته لېږدول شوى، خو سهار يې وليدل چې د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو بيرغ درول شوى و.
خو طالبانو ويلي چې د ګيرو ولسوالۍ امنيه قومانداني او ټولې پوستې يې نيولي دي.
هغوى د جزيياتو له ورکولو پرته ويلي چې په ګيرو دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن