ژبه

په یوه نظر پوښتنه کې د “بهرنیو ځواکونو پر وتلو” او “بیړني اوربند” ډېر ټینګار شوی دی

کابل (پژواک، ۱۲ غويى ۹۸): د "څرنګه کولای شو طالبانو د مذاکراتو مېز ته حاضر کړو؟" پوښتنې ځوابوونکو د بهرنیو ځواکونو د وتلو، اوربند، د امنیتي تړون د لغوه کولو، د خپلواک اسلامي نظام جوړولو، له نظام څخه د جنګ سالارانو پر ایستلو او په قدرت کې طالبانو ته د برخې ورکولو غوښتنه کړې ده.

د هغې نظر پوښتنې پر اساس چې پژواک خبري اژانس د خپلې فيسبوک پاڼې له لارې ترسره کړې، له ۱۹۷ ګډونوالو څخه ۶۴ یې د پوښتنې اړوند ځوابونه ورکړي دي، خو د ۱۳۳ نورو کسانو ځوابونه له پوښتنې سره تړاو نه لري.

په نظر پوښتنه کې ۲۹ کسانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د وخت پر ټاکلو، څلورو کسانو له امریکا سره د امنیتي تړون پر لغوه کولو، ۱۱ کسانو د بیړني اوربند، ۱۰ کسانو د خپلواک اسلامي نظام پر جوړېدو، پنځو کسانو د سولې په خبرو کې د ګډونوالو په بې طرفۍ، پنځو کسانو له حکومت څخه د زورواکو او جنګ سالارانو د ایستلو او څلورو کسانو په واک کې د طالبانو په داخلېدو ټينګار کړی او روښانه کړې یې ده چې د دغه ډول مواردو په پام کې نیولو سره طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته هڅول کېدلاى شي.

مشورتي جرګه چې د غويي په نهمه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون په کابل کې جوړه او تر سبا به دوام ولري، ۵۰ کاري کمېټو ته څلور پوښتنې ورکړې چې ځواب یې کړي.

په لومړۍ پوښتنه کې چې تېره ورځ د مشورتي جرګې ۵۱ کاري کمېټو ته سپارل شوې وه، راغلي: ((څرنګه کولای شو طالبان په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او دغه راز د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره  د سولې خبرو ته تیار کړو؟))

د ناحقه وژنو مخنیوی او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش جوړول

له دې ډلې ۲۹ کسانو لیکلي، د سولې خبرو ته د طالبانو د تیارولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لار د ناحقه وژنو مخنیوی او بهرنیو ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو د مهالوېش جوړول دي.

د شهاب الدین فیصل په نوم یوه کس د یادې پوښتنې په ځواب کې لیکلي، په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتلو یواځینۍ لار د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د محبت خان په نوم یو بل فيسبوک کاروونکي لیکلي، که بهرني ځواکونو له افغانستانه ووځي، په هغه صورت کې به تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.

سفیر افغان لیکلي، تر څو چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش جوړ نه شي او د هېوادوالو د ناحقه وژنو مخه ونه نیول شي او یو بشپړ اسلامي نظام رامنځ ته نه شي، طالبان ماشومان نه دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.

حمزه حمزه هم لیکلي، په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره دې امریکایان له دغه هېواده ووځي، «د افغانستان د خلکو قاتلان او داخلي مجرمان» دې د خلکو په حضور کې اعدام شي.

login or register a new account.