کابل (پژواک، ۱۲ غويى ۹۸): د "څرنګه کولای شو طالبانو د مذاکراتو مېز ته حاضر کړو؟" پوښتنې ځوابوونکو د بهرنیو ځواکونو د وتلو، اوربند، د امنیتي تړون د لغوه کولو، د خپلواک اسلامي نظام جوړولو، له نظام څخه د جنګ سالارانو پر ایستلو او په قدرت کې طالبانو ته د برخې ورکولو غوښتنه کړې ده.
د هغې نظر پوښتنې پر اساس چې پژواک خبري اژانس د خپلې فيسبوک پاڼې له لارې ترسره کړې، له ۱۹۷ ګډونوالو څخه ۶۴ یې د پوښتنې اړوند ځوابونه ورکړي دي، خو د ۱۳۳ نورو کسانو ځوابونه له پوښتنې سره تړاو نه لري.
په نظر پوښتنه کې ۲۹ کسانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د وخت پر ټاکلو، څلورو کسانو له امریکا سره د امنیتي تړون پر لغوه کولو، ۱۱ کسانو د بیړني اوربند، ۱۰ کسانو د خپلواک اسلامي نظام پر جوړېدو، پنځو کسانو د سولې په خبرو کې د ګډونوالو په بې طرفۍ، پنځو کسانو له حکومت څخه د زورواکو او جنګ سالارانو د ایستلو او څلورو کسانو په واک کې د طالبانو په داخلېدو ټينګار کړی او روښانه کړې یې ده چې د دغه ډول مواردو په پام کې نیولو سره طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته هڅول کېدلاى شي.
مشورتي جرګه چې د غويي په نهمه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون په کابل کې جوړه او تر سبا به دوام ولري، ۵۰ کاري کمېټو ته څلور پوښتنې ورکړې چې ځواب یې کړي.
په لومړۍ پوښتنه کې چې تېره ورځ د مشورتي جرګې ۵۱ کاري کمېټو ته سپارل شوې وه، راغلي: ((څرنګه کولای شو طالبان په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو او دغه راز د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د سولې خبرو ته تیار کړو؟))
د ناحقه وژنو مخنیوی او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهال وېش جوړول
له دې ډلې ۲۹ کسانو لیکلي، د سولې خبرو ته د طالبانو د تیارولو او تلپاتې سولې ته د رسېدو یواځینۍ لار د ناحقه وژنو مخنیوی او بهرنیو ځواکونو ته له افغانستانه د وتلو د مهالوېش جوړول دي.
د شهاب الدین فیصل په نوم یوه کس د یادې پوښتنې په ځواب کې لیکلي، په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتلو یواځینۍ لار د بهرنیو ځواکونو وتل دي.
د محبت خان په نوم یو بل فيسبوک کاروونکي لیکلي، که بهرني ځواکونو له افغانستانه ووځي، په هغه صورت کې به تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.
سفیر افغان لیکلي، تر څو چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش جوړ نه شي او د هېوادوالو د ناحقه وژنو مخه ونه نیول شي او یو بشپړ اسلامي نظام رامنځ ته نه شي، طالبان ماشومان نه دي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.
حمزه حمزه هم لیکلي، په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره دې امریکایان له دغه هېواده ووځي، «د افغانستان د خلکو قاتلان او داخلي مجرمان» دې د خلکو په حضور کې اعدام شي.
بیړنی اوربند
د پوښتنو یوولس ځوابوونکو د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده.
عثمان غني د دې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: ((حکومت باید د طالبانو پر وړاندې عملیات بند او د یادې ډلې بندیان خوشي کړي او د خبرو لپاره بې طرفه کسان وټاکي.))
عبدالله مسلمیار لیکي، سولې ته د رسېدو لپاره باید لومړۍ جګړه بنده او بیړنۍ اوربند وشي او له دې پرته به سوله رانه شي.
له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کول
څلورو کسانو ویلي چې د مذاکراتو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره باید له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لغوه شي.
د امانت عنایت په نوم یوه بل فيسبوک کاروونکي د یادې پوښتنې په ځواب کې وايي: ((له امریکا سره دې امنيتي تړون لغوه شي او د امریکایان له خوا دې د افغانستان د خلکو وژنې بندې شي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره دې وخت وټاکل شي.))
د خپلواک اسلامي نظام جوړول
د یادې نظر پوښتنې لسو ګډونوالو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د تیارېدلو لپاره د خپلواک اسلامي نظام غوښتنه کړې ده.
د شېر رحمان شېرزاد په نوم یو تن وايي، په افغانستان کې هغه مهال سوله او ارامي راتللای شي چې قانون او اسلامي شریعت تطبیق شي، له دې پرته د جګړې پای ته رسول ناممکن دي.
شکېب کامه وال لیکلي، د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره باید یو بشپړ اسلامي نظام جوړ شي او وروسته هر چې هر چا له حکومت سره مخالفت وکړ، یاغي او باغي دی او باید له منځه یوړل شي.
د سولې په خبرو کې د ګډون کوونکي بې طرفي
پنځو کسانو یادې پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي، د مذکراتي ټيم غړي باید غیر حکومتي، وطندوست او د سولې پلوي کسان وي.
محمد الله محمدي وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره باید یې طرفه او نادولتي کسان معرفي شي.
هغه لیکلي: ((په خبرو کې باید داسې کسان وي چې د بهرنیو هېوادونو له استخباراتو سره هېڅ اړیکې ونه لري، د ملي ګټو پلوي او د دولت او طالبانو لپاره د منلو وړ وي.))
مجیب الرحمن رحماني وايي، د سولې په خبرو کې باید دولتي او نادولتي کسان برخه واخلي او د ټولو خلکو نظرونو ته هم باید توجه وشي.
له حکومت څخه د زورواکو او جنګ سالارانو ایستل
پنځو نورو کسانو د یادې پوښتنې په اړه ویلي، له حکومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د قانع کولو لپاره باید جنګ سالاران، مفسدین او زورواکي وځپل شي.
جاوېد خان بشردوست په حکومت کې د زورواکو پر موجودیت نیوکه کړې او ويلي، حکومت باید له دغه ډول کسانو څخه پاک شي.
طالبانو ته په قدرت کې ونډه ورکول
څلورو ځواب ویونکو لیکلي، تر څو چې طالبانو ته په قدرت کې ونډه ورنکړل شي، هغوى به د خبرو مېز ته به حاضر نه شي.
بابک ارمان وايي، طالبان په هغه صورت کې له افغان حکومت سره سوله کوي چې د ښځو ازادي محدوده، طالبان په اردو کې جذب او په حکومت کې ونډه ورکړل شي.
عبده اعزام بیا په دې نظر دی چې طالبانو ته باید په قدرت کې ونډه ورکړل شي، خو د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په څېر باید ورسره جفا ونه شي.
بې ربطه نطرونه
روکي وفی الله لیکلي: ((په هغه حکومت کې چې فساد، دوستي، قوم پرستي، فحشا، ذلت، بې عزتي موجوده وي، طالب خو پر خپل ځای، فرعون هم ورسره خبرو ته نه حاضرېږي.))
محمد حیدر لیکلي، تر څو چې ټولنیز عدالت نه وي تامین، مجرمان محاکمه نه شي، اسلامي او افغاني ارزښتونه ونه ساتل شي او ملت ته رښتینی خدمت ترسره نه شي، د سولې راتلو امکان نشته.
داوودخان وايي، هغه کسان چې په خپل واک کې دي، کولای شي د خبرو مېز ته حاضر شي، خو د پنجاب غلامانو ته څه ډول قناعت ورکړل شي؟
صبور ګرهزن ليکلي، تر څو چې امریکا او پاکستان پر سوله توافق ونه کړي، د سولې خبرې به پایله ونه لري، ځکه طالبان د یادو دوو هېوادونو د لاس وسیله دي.
عبدالقادر ثاقب لیکلي: ((طالبان خبرو ته تیار دي، خو د خبرو طریقه بدله غواړي چې حکومت یې د خپل دوام لپاره نه مني، موږ باید حکومت قانع کړو چې نوره وینه تویه نه کړي او د ملت خیر ته غاړه کېږدي.))
کامران پښتون لیکلي، د طالبانو ځینې غوښتنې باید ومنل شي او قانون بدل شي، له دې پرته به طالبان د سولې خبرو ته تیار نه شي او نه به تلپاتې سوله راشي.
درې نورې پوښتنې ((پر کومو لاسته راوړنو باید ټینګار وشي، د حکومت د مذاکراتي ټېم جوړښت او د ګاونډیو هېوادونو په اړه د دولت سیاست باید څه ډول وي؟ )) هم د سولې شورا کاري کمېټو ته ورکړل شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










