کابل (پژواک، ١٣ غويى ٩٨): وسله وال طالبانو د سولې مشورتي لويه جرګه نمايشي وبلله او وايي چې دغه جرګه په هېڅ ډول د ملت استازيتوب نه شي کولاى.
د سولې مشورتي لويه جرګه د غويي په نهمه نېټه په کابل کې پيل او تر ١٣مې پورې دوام وکړ چې په کې له ټول هېواده شاوخوا ٣٢٠٠ کسانو ګډون درلود.
دغې جرګې نن له پنځو کاري ورځو وروسته په هېواد کې د سولې په اړه خپل ٢٣ ماده ييز پرېکړه ليک خپور کړ.
د يادې جرګې او پرءکړه ليک په غبرګون کې وسله طالبانو هم يوه خپرپاڼه خپره کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د سولې مشورتي جرګې ته حکومتي کارکوونکي او هغه کسان وربلل شوي وو چې په اوس او تېر کې يې له امريکا څخه ډالري معاشونه اخيستي دي.
سرچينه زياتوي: ((په یاده غونډه کې هغو خلکو په مطلق اکثریت ګډون درلود چې په تېرو اتلسو کلونو کې د امریکايي اشغالګرو په شاوخوا کې په لوړو او ټيټو پوستونو پاتې شوي او یا هم له روان اشغال سره همکار وو، دفاع يې ترې کوله او ډالري معاشونه يې اخیستل، نو ځکه یې پرېکړې هم د اشغالګرو او د هغوی د ملا تړو د بقا هڅه ده.))
په اعلاميه کې راغلي چې دغه جرګې په هېڅ دول د ملت استازيتوب نه شو کولاى، ځکه د کابل ادارې يو شمېر چارواکو او سياسيونو هم په کې برخه نه درلوده.
سرچينه وايي: ((دغه غونډه یوازې درنو مصارفو ته د بهانې لټولو، له خپلو ناکامیو څخه د ملت توجه اړولو، د اشرف غني خپل ځان مطرح کولو او له انزوا څخه را ایستلو یوه ناکامه هڅه وه.))
طالبانو په خپله اعلاميه کې د جرګې له غړو ګيله کړې چې په درېيو زرو کسانو کې يوه هم دا ونه ويل چې هره ورځ د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ملکي وګړي وژل کېږي.
په اعلاميه کې د زندانيانو په اړه ويل شوي چې طالبان وخت ناوخت زندانيان خوشي کوي او د هغوى درملنه هم کوي.
طالبانو ويلي، تر هغه چې امريکايان له افغانستانه نه وي وتلي، د دوى جګړه به همدغه شان دوام ولري.
سرچينه زياتوي: ((څرنګه چې جهاد فرض عمل او تر ټولو غوره عبادت دی، د روژې په میاشت کې يې ترسره کول د نورو وختونو په تناسب ډېر ثواب لري، د اسلامي امارت مجاهدین د عام ولس له ژوند سره په روژه او غیر روژه کې په پوره ډول احتیاط کوي او په هېڅ برید کې به زیان ورته ونه رسوي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP