ګردېز (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٨): په پکتيا کې هندو او سيک هېوادوال وايي که په ګردېز کې ورته خپلې پخوانۍ يا نوې ځمکې او کورونه ورکړل شي، غواړي بېرته په خپل پخواني ټاټوبي ګردېز کې استوګنه پيل کړي.
دوی وايي چې په ګردېز کې يې ځينې ځمکې غصب شوې او يا د اوس لپاره د کورنيو له زياتېدو سره ورته کافي نه دي او غوښتنه لري چې دولت يې د دې ستونزې حل ته پام وکړي.
د دوی له ډلې اوسمهال په ګردېز کې يوازېنی استوګن ډاکتر جګمون سنګ بشردوست چې يوناني درملتون لري، ورسره د خلکو له چلنده خوښي ښيي او له مسوولينو غواړي چې د دوی د کاروبار پراخېدو کې ورسره مرسته وکړي.
بشر دوست، په ګردېز د دوی د عبادت او نورو مذهبي مراسمو ترسره کولو ويجاړ شوي ځايونه بله ننګونه يادوي او له دولته يې د رغولو غوښتنه کوي.
نوموړی وايي: ((پخوا دلته زموږ سيکانو ځمکې لرلې، زه خپله څه نه لرم، غريب يم. د ځينو سيکانو ځمکې شته، ځینو خرڅې کړې او ځينو په کرايه ورکړې دي. غصبي معاملات کم دي، زموږ درمسالونه او هندو سوزان ړنګ دی، له حکومت څخه غواړو چې هغه راته جوړ کړي.))
جګمون سنګ بشردوست وايي چې له کورنيو جګړو مخکې په ګردېز کې د دوی لسګونه کورنۍ اوسېدې، خو په خبره يې اوسمهال يې ډېری کابل، غزني او هندوستان ته کډه شوې دي.
نوموړي وويل: ((مخکې په زوړ بازار کې زموږ ځايونه وو، خو هغه لس، لس متره هم نه دي او هلته استوګنه نه کېږي. زموږ خلک چې هند، کابل او غزني ته مسافر شوي، کوشـش کوي چې بېرته راشي، دولت نه خواهش لرو چې موږ ته يو ځای راکړي چې موږ هلته خپل کورونه او يو دوکان جوړ کړو چې کرايې مو هم له وسه نه دي پوره.))
دغه راز د ګردېز ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکی رحمت الله وايي چې د خوست پل په سيمه کې د هندوانو او سيکانو د مړي سوځولو ځای د خلکو له خوا نيول شوی او اوسمهال په کې کرنه کوي.
ده وويل: ((دا د هندوانو ځمکه وه، مړي به يې په کې سوځول، خو اوس يې دا ځمکه نيول شوې، کېدی شي داسې نورې ځمکې هم ولري چې ترې لاندې شوې دي.))
مدني فعال شريف منګل پژواک ته وويل چې سيکان د نورو په څېر د پکتيا اصلي اوسېدونکي دي او دولت مکلف دی چې بېرته خپلو مېنو ته د راګرځېدو اسانتياوې ورته برابرې کړي.
منګل وايي: ((د شهيد ډاکټر صېب نجيب الله په وخت کې شاوخوا شپېته کوره اهل هنود او سيکان دلته اوسېدل، دلته يې ځمکې، کورونه او دوکانونه لرل، د مړي سوځولو باغ يې و، نن يې ډېرې ځمکې غصب شوي، خلکو کورونه او مارکېټونه پرې جوړ کړي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې څه موده وړاندې د دغه ولايت سيکانو او د هغوی استازو ورسره په ليدنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې شريکې کړې دي.
login or register a new account.