غزني ښار (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٨): په غزني کې د اطلاعات کلتور ریاست چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د پرله پسې ورښتونو له امله د دغه ولايت د بالاحصار يو بل برج هم نړېدلی دى.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور ريیس بشیر محمدي د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه برج د پرله پسې ورښتونو له امله زيانمن شوى و چې پرون یې يوه برخه نړېدلې ده.
هغه وايي چې له دې مخکې د دې کلا درې دېوالونه او دوه نور برجونه هم نړېدلي دي.
د محمدي په وينا، د دغو برجونو او دېوالونو بيارغونه په ٢٠١٣ کال کې شوې وه خو دا چې سم نه وو جوړ شوي، نو ځکه بېرته ونړېدل.
ده زياته کړه: ((کله وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ نو درنې وسلې هم استعمال شوې چې دغو برجونو ته يې ډېر نقص وکړ او دا دى اوس يې يو برج را ونړېده.))
خو نوموړي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د يادو برجونو او دېوالونو د بيارغونې چارې له سره پيل شي.
بل لور ته د غزني ښار اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې د بالاحصار بېلابېلې برخې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي خو څوک يې غمه نه خوري.
ده زياته کړه: ((کله چې په ۲۰۱۳ کال کې غزني د اسلامي تمدن د مرکز په نوم ونومول شو، نو ډېرې مرستې ورسره وشوې، خو په هېڅ برخه کې کار ونه شو او د وخت چارواکو پيسې ځان ته ووهلې.))
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې دغه موضوع د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره شريکه شوې او ډېر ژر به يې په اړه اقدام وشي.
بل لور ته د اطلاعاتو او کلتور سرپرسته وزيره حسينه صافۍ هم وايي چې د غزني د ابداتو بيارغونه په سمه ډول نه ده شوې.
هغې وويل: ((که په سمه توګه يې بيارغونه شوې واى نو نن به د غزني د بالاحصار دېوال او برج نه نړېده.))
صافۍ وايي، کوښښ کوي چې هر څه ژر په غزني کې د تاريخي ابداتو بيارغونه پيل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن