کابل (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): د افغانستان لپاره د چین د دولت ځانګړى استازى وايي چې هېواد یې د سولې هوکړه لیک تطبیق ضمانت ته چمتووالی لري.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د چین د خلق جمهوري دولت له ځانګړي استازي دینګ زیجون سره ولیدل.
سرچينه زياتوي، زیجون د افغانستان د سولې بهیر کې د چین د وروستیو هڅو په اړه د ملي امنیت سلاکار ته معلومات ورکړل او ويې ویل چې هېواد یې د سولې هوکړه لیک تطبیق ضمانت ته چمتووالی لري او لېواله دی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو اترو کې د اسانچاري رول ادا او زمینه یې برابره کړي.
ده څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت له حضور او ښکېلتیا پرته به د سولې هر ډول ترتیبات او توافقات عملي نه شي او د چین دولت د سولې مذاکراتو کې د جمهور رییس غني د هڅو ملاتړ کوي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د سولې او ثبات برخو کې د چین د هڅو قدر دانۍ تر څنګ وویل، د افغانستان خلکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د سولې تامین لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې دي چې باید درناوی یې وشي.
هغه په ټینګار سره وویل چې د افغانستان دولت سولې ته د رسېدو لپاره جامع پلان او قوي هوډ لري، خو له ترهګرۍ سره مبارزې ته به همداسې ژمن و اوسي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن