Language

د پکتيکا ښاروالي: دولتي ادارې مو ٢٠ ميليونه افغانۍ پوروړې دي

ښرنه (پژواک، ٦ سرطان ٩٨): د پکتيکا ولايت د ښاروالۍ مسوولين وايي چې په روان کال کې يې ٣٠ ميليونه افغانۍ له حکومتي ادارو را ټولې کړې، خو اوس هم دغه ادارې ٢٠ ميليونه پوروړې دي.

د ښرني سرپرست ښاروال علی محمد  ولس ته  د حساب ورکونې په پروګرام کې وويل چې سږ کال له هغو ځمکو چې دولتي ادارو ته یې ورکړې وې، ٣٠ ميليونه عايد ترلاسه کړى دى.

خو هغه زياته کړه چې يادې دولتي ادارې اوس هم د دوى ٢٠ ميليونه پوروړې دي.

علي محمد وايي، ښاروالۍ پلان لري چي روان کال د ښرنې په ښار کې ۱۲۰ تجارتي مارکېټونه جوړ او د خلکو په واک کي ورکړي.

د هغه په وينا، د مارکېټونو جوړولو طرحه بشپړه شوې او د پلان مطابق به د دغه ولایت ټولو مستحقو خلکو او سوداګرو ته ورکړل شي.

نوموړى وايي چي په ښرنه کې به د ۱۲۰ تجارتي مارکېټونو په جوړېدو سره نه يوازې  د ښار ښکلا زياته شي، بلکې سوداګرو ته به د کاروبار يو مناسب ځای په لاس ورشي.

پر همدې مهال د ښرني ښار يو هټۍ وال حاجي داد محمد وايي چې د نوو مارکېټونه جوړېدل به پر سوداګریزو چارو او د ښار په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

خو دوی غوښتنه کوي په ښار کې د تېر وخت  جوړ شوي مارکېټونه باید په اصنافو ډک شي، څو د خلکو لګول شوې پیسې بېځایه نه وي مصرف شوې او په راتلونکي کې هم پانګونې ته زړه ښه کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.