Language

د پکتيکا چارواکي: ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ښرنه (پژواک ٨ چنګاښ ٩٨): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې د دې ولايت په بېلا بېلو ولسواليو کې ٣٠ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتیکا ولایت د امنیې قوماندان سمونوال محمد ایمل نیازی وایي چې تېره شپه په وړ ممۍ ولسوالۍ او د مټاخان پر ملایانو پوسته مخالفينو ډله ییز بریدونه ترسره کړل چې د پولیسو پر ځوابي برید کی هغوى ته مرګ ژوبله واوښته او د دوی بریدونه په شا وتمبول شول.

ده زياته کړه، د وړممۍ ولسوالۍ په جګړه کې د طالبانو د ولسوال مرستيال په شمول اته تنه وژل شوي چې دوه جسدونه د جګړې په میدان کې ترې پاتې او همداراز یو موټرسایکل، دوه کلاشینکوفونه او یوه مخابره هم د پولیسو لاسته ورغلي دي

د هغه په وينا، د مټاخان ولسوالۍ د ملایانو د پوستې په برید کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسول ملا یعقوب په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور نور طالبان ټپیان دي. دغه راز د همدې جګړې په پایله کې یو راکټ، یو شمېر لاسي بمونه او دوه د ټانګ ضد ماینونه کشف او خنثی شول.

د امنيې قومندان دغه راز وايي چې تېره شپه په زیړوک ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو په یو مرکز شپني عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې دیارلس ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور کلاشینکوفوفنه د ځانګړې قطعې لاسته ورغلي دي.

دى زياتوي، په یادو نښتو کې په مټاخان ولسوالۍ کې دوه پولیس ټپیان دي چې د ښې درملنې لپاره کابل ته استول شوي دي.

طالبانو بيا د يادې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.