ژبه

بلخ کې د ۸۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ترانسپورټي ترمینل جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې د بلخ د حیرتان په دوراهي سیمه کې د باروړونکي موټرو لپاره د ۸۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ترمینل جوړولو چارې پیل شوې.

دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده پروژه د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ترمینل پر زر جریب ځمکه د دوو کلونو په موده کې جوړېږي چې پکې به یوه دوه پوړیزه ودانۍ، د وسایطو منظم تمځایونه، اداري دفترونه، ورکشاپونه او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې وي.

ورته موضوع