Language

چارواکي: پکتیا او لوګر کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ګردېز- پل علم (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په پکتيا او لوګر ولايتونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپيان شوي دي.

په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو سرپرست امر ايمل خان د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د څمکنۍ ولسوالۍ په دورکې سيمه کې د طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي، ٢٢ ټپيان شوي او ٣٥ ميله بېلابېل ډول وسلې يې هم له منځه وړل شوې دي.

همدارنګه د دورکې سيمې اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې جګړه شوې ده.

د نوموړي په وينا، جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده او کېداى شي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه اته وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، د يادو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه څو کلي له طالبانو څخه نيول شوي او يو اندازه سپکې او درنې وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

په دې اړه د بره کي برک د برکي راجان سيمې اوسېدونکي سالم پژواک ته وويل چې د کال له پيل راهيسي دغه سيمه له وسله والو طالبانو سره وه.

ده زياته کړه: ((وړمه ورځ عمليات پيل شول او دغه سيمه اوس بېرته له طالبانو څخه امنيتي ځواکونو نېولې ده.))

بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو په ١٩ ولايتونو کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه کړي دي.

login or register a new account.