ګردېز- پل علم (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې په پکتيا او لوګر ولايتونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپيان شوي دي.
په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو سرپرست امر ايمل خان د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژنس ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو ځواکونو د څمکنۍ ولسوالۍ په دورکې سيمه کې د طالبانو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي، ٢٢ ټپيان شوي او ٣٥ ميله بېلابېل ډول وسلې يې هم له منځه وړل شوې دي.
همدارنګه د دورکې سيمې اوسېدونکي خان محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې سيمه کې جګړه شوې ده.
د نوموړي په وينا، جګړه کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېده او کېداى شي چې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې وي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې هم طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه اته وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، د يادو عملياتو په ترڅ کې تر اوسه څو کلي له طالبانو څخه نيول شوي او يو اندازه سپکې او درنې وسلې يې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
په دې اړه د بره کي برک د برکي راجان سيمې اوسېدونکي سالم پژواک ته وويل چې د کال له پيل راهيسي دغه سيمه له وسله والو طالبانو سره وه.
ده زياته کړه: ((وړمه ورځ عمليات پيل شول او دغه سيمه اوس بېرته له طالبانو څخه امنيتي ځواکونو نېولې ده.))
بل لور ته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو په ١٩ ولايتونو کې پر حکومتي ځواکونو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې ٩٨ حکومتي سرتېري وژل شوي او ٨٦ نور ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى چې له امله يې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










