کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۸): د کابل ښار د تېرې ورځې برید د ځاني مرګ ژوبلې ترڅنګ دولتي او عامه تاسیساتو، لکه د فرینچر مارکېټ، د استوګنې کورونو او ګلبهار تاورز ښارګوټي ته میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه اړولي دي.
تېره ورځ سهار شاوخوا نهه بجې فوټبال فدراسیون ته نږدې یوه ځانمرګي بریدکوونکي له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه، ورپسې پنځه نور بریدکوونکي د ګلبهار ټاورز ښارګوټي ودانیو ته ننوتل او تر ماښامه یې له امنیتي سرتېرو سره جګړه وکړه.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې شپږ کسان ووژل شول او ۱۱۶ نور ټپیان شول.
د پژواک خبري اژانس خبریال چې ياده شوې سيمه يې له نږدې کتلې، وايي، یاده چاودنه دومره قوي وه چې د ملي دفاع وزارت د لوجستیک، تخنیک او انجنیرۍ ریاستونه، فوټبال فدراسیون، ګلبهار ټاورز ښارګوتی، د استوګنې کورونه او په سیمه کې شته دوکانونه یې بشپړ یا يو څه ویجاړ کړي دي.
سربېره پر دې د امرخېل د تېلو ټانک، په سیمه کې د دوو لویو دولتي کانټینرونو او یو د استوګنې کور بشپړ تخریب او د دولتي ودانیو، عزیر خصوصي ښوونځی، دوکانونو، ګلبهار ټاورز ښارګوټي ښيښې بشپړې ماتې کړې دي.
پېښې ته نږدې د موبل وطن فرینچر پلورنې مالک احمد جاوېد امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، د فرینچر پلورنې په مارکېټ کې شاوخوا ۳۰ دوکانونه دي چې هر یو دوکاندار له ۱۰۰ زره تر یو میلیون افغانیو زیانمن شوى دى.
نوموړي خپل فرینچر پلورنځي ته د څه د باندې یو میلیون افغانۍ مالي زیان اوښتو خبره وکړه او ويې ویل: ((مېز، څوکۍ، المارۍ، کوچ او ... چې قیمتي او باکیفیته توکي وو، بشپړ تخریب شوي، په دې پېښه کې پر مالي زیان سربېره موږ خپل پېرېدونکي له لاسه ورکړل.))
د نوموړي په خبره، د تېرې ورځې په پېښه کې یو شمېر دوکانداران هم ټپیان شوي دي.
د مکروریانو د مراقبت او ساتنې کارکوونکي قدرت الله شایان چې کور یې په بشپړه توګه ویجاړ او یو ماشوم یې ټپي شوی، وویل: ((د تېرې ورځې برید کې د ژوند ټولې امکانات مې له منځه لاړل او هېڅ شی راته نه دى پاتې.))
د سیمې یوه اوسېدونکي رحیم وویل، د مېرمنې د سترګو لیدلي حال پر اساس یې، بریدکوونکو لومړی له چاودېدونکو توکو یوه ډک موټر ته چاودنه ورکړه، وروسته څو کسان اووم او نهم پوړ ته پورته شول او جګړه یې پیل کړه.
login or register a new account.