ژبه

د ملامحمدعمر نږدې کس بشير نورزى د ګوانتانامو له زندانه خوشی شو

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٨): د کندهار د ولایتي شورا يو غړى وایي، د طالبانو پخواني مشر ملامحمد عمر ته نږدې کس، بشير نوروزی له ١٨ کاله وروسته د ګوانتانامو له زندانه خوشی شوی او دا مهال په دوبۍ کې دى.

د کندهار د ولایتی شورا غړي محمد نادر نورزی پژواک خبرې اژانس ته وويل چې بشر نورزى شاوخوا شل ورځې مخکې خوشى شوى او اوس دوبۍ ته رسېدلى دى.

محمد نادر نورزی چې د حاجی بشير نورزی له نږدي خپلوانو دی، وايي چې طالبانو د قطر په غونډه کې له امریکایانو غوښتي و چې حاجي بشير نورزی خوشى کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې،  حاجی بشر نورزوی د دې تر څنګ چې د کندهار ستر ملي سوداګر دى، د طالبانو پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد ته نږدې کس و او کله به يې د طالبانو او ملامحمد عمر په استازيتوب بهرني سفرونه هم کول.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بشير نورزي د خوشي کېدو په اړه وايي:"موږ هم راپورونه تر لاسه کړي، خو لا يې تاییدولی نه شم."

login or register a new account.