Language

د ميرزکې اوسېدونکي: ولسوالۍ مو امن ده خو کار راته نه کيږي

ګردېز (پژواک،د زمري لومړۍنېټه ٩٨):د پکتيا ولايت د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي چې په سيمه کې يې د رغونې، بيارغونې او پراختيايي کارونه نه کيږي او ډېر محروم پاتې شوي دي.

دوی وايي، سره له دې چې د خپلې ولسوالۍ امنيت يې په خپله د قومي تړونونو په مټ ساتلی او هېڅ مخالف کس ته په سيمه کې د اوسېدو او فعاليت اجازه نه ورکوي، خو برعکس دولت يې د ستونزو حل ته پام نه دی کړی.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي هرات خان د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ان لومړني خدمتونه هم نشته او خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.

خان وويل: ((موږ تړون کړی، مخالف مو په قوم کې نه دی پرېيښی، خپله قوم کې که څوک مخالف و، هغه ته مو د خدای او رسول سمه د اتفاق لاره ښودلې ده؛ خو متاسفانه موږ ته د حکومت له خوا پروژې او کارونه تر اوسه نه دي شوي.))

قومي مشر حاجي ګل اغا پژواک ته وويل، په سيمه کې يې امنيتي او ښوونځيو ته د ماشومانو د لېږلو سربېره يې د هغو ملا امامانو د نغدي او ټولنيزې جريمې تړون هم کړی چې د ملي امنيتي سرتېرو جنازه نه کوي.

ګل اغا وايي: ((داسې تړون مو کړی چې که د حکومت سړی مري او که د قوم، ملا به يې جنازه کوي، که سر يې وغړاوه، دې ملا ته مو جريمه تړلې ده؛ جنازه به يې ځکه کوي چې مسلمان دی، همداسې نور، خو تر اوسه د دولت يوه ښېګڼه او مرسته نه ده راته رسېدلې. کلينيک نه لرو، مکتبونه مو په بد حالت کې دي نور مشکلات هم لرو.))

د هغه په وينا، ښوونځي ودانۍ نه لري، زده کوونکو ته په وخت کتابونه  نه ورکول کيږي، استادان يې ډېرى وخت ښوونځيو ته نه حاضريږي او داسې نور ستونزې هم شته دي.

د نعيم منګل په نوم يو بل قومي مخور نيوکه کوي سره له دې چې د ولسوالۍ ټولې سيمې يې ډېرې امن دي، کار ورته نه کيږي، خو په خبره يې هغو سيمو ته بېلابېلې پراختيايي پروژې ورکړل شوې دي چې د دوی په شان ډاډمن امنيت هم نه لري.

منګل وايي: ((امبولانس نه لرو، مريضان په خپلو شخصي موټرو کې ګردېز ته انتقالوو، ټيلېفوني او ډېر نور مشکلات لرو، لس وارې مو له ولسوال او نورو سره مشکلات شريک کړي دي. ميرزکه خو دنيا ته معلومه ده چې د دولت همکاران دي او هر وخت يې همکاري ور سره کړې ده.))

login or register a new account.