ژبه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې د ټاکنو امنيتي طرحې پر چمتووالي خوښي وښوده

کابل (پژواک، ٣  زمرى ٩٨): د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې له افغان او نړيوالو امنيتي مشرانو مننه کړې چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره يې ښه امنيتي طرحه جوړه کړې ده.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشرې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د امنيت په اړه له امنيتي ناستې وروسته له خبريالانو سره دغه خبرې وکړې.

دا ناسته چې پرون د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړه شوې وه چې په کې د ملي دفاع وزير اسدالله خالد، د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي، د ملي امنيت او ملي امنيت شورا مرستيالانو، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال مېلر، د امريکا سفير جان باس او د ټاکنو په برخه کې نورو نړيوالو همکارانو برخه اخيستې وه.

په دې ناسته کې د ولسمشرۍ ټاکنو چې ټاکل شوې ده د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي، د امنيت پلان او طرحه تصويب شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشره حوا علم نورستانۍ وايي چې دا يوه ښه طرحه ده او له امنيتي ارګانونو يې مننه وکړه چې له دوى سره يې شريکه کړه.

هغې زياته کړه چې پخوا هم دوى د ټاکنو د امنيت په اړه ناستې کړې دي، خو دا په ډېره لوړه کچه وه  چې ورسره په امنيتي فضا کې د ټاکنو ترسره کېدو ډاډ ورکړل شو.

نورستانۍ وايي، د دوى لپاره د ټاکنو امنيت تر ټولو مهم دى، امنيتي ارګانونه او نړيوال همکاران د ټاکنو لپاره بشپړ ژمن دي.

د ټاکنو کمېسيون مشرې وويل چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو ګڼ شمېر مرکزونه له دې امله خلاص نه شول چې حساس توکي پر وخت نه وو ور رسېدلي.

هغې ژمنه وکړه چې دغه ځل به دوى تر ډېره هڅه وکړي چې د ټاکنو حساس مواد د ځمکې او هوا له لارو په وخت سره مرکزونو ته ورسوي، څو د ټاکنو په ورځ سهار وخته ټول مرکزونه پرانيستي وي.

مېرمن حوا علم نورستانۍ له طالبانو وغوښتل چې د دې ملي او افغاني پروسې له ګډوډولو لاس واخلي او خلکو ته چانس ورکړي چې خپله رايه وکاروي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي خلکو ته ډاډ ورکړى چې د کورنيو چارو وزارت په ګډون ټول امنيتي ارګانونه به د ټاکنو امنيت نيسي او  خلک به په خوندي فضا کې خپلې رايې وکاروي.

هغه زياته کړه چې په تېرو ټاکنو کې هم امنيتي سرتېرو ثابته کړې وه چې د ټاکنو د امنيت نيولو وړتيا لري او په راتلونکو ټاکنو کې به هم دغه کار وکړي.

login or register a new account.