کابل (پژواک ٥ زمرى ٩٨): د افغانستان حکومت په داسې حال کې چې وايي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالى پيل شوى او دغه خبرې به تر اتلونکو دوو اونيو پورې پيل شي، د ١٥ کسيز پلاوي پر غوراوي هم کار روان دى.
دغه مطلب د سولې په چارو کې د دولت وزارت له خوا چې نوى جوړ شوى، په هغې خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، په ډاګه شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کېدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي.
سرچينه زياتوي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ښکېلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کوونکي پلاوي نوملړ په وروستي کېدو دی.
سرچينه کاږي، د پلاوي په غړو کې هغه څېرې چې څه موده مخکې یې د دوحې په غونډه کې ګډون درلود او همداراز متخصص او مسلکي کسان شامل دي. د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي.
د خبرپاڼې په حواله، د سولې په چارو کې د دولت وزارت په راتلونکو دوو اونیو کې د دغه پلاوي د سفر او خبرو اترو لپاره اړین چمتووالی نیسي.
دې وزارت د مخامخ خبرو په درشل کې د نښتو د کموالي غوښتنه هم کړې ده.
حکومت د دوى او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيلېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې طالبانو تراوسه پورې له دغه ډول خبرو څخه ډډه کړې ده.
دغه راز تمه ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرې هم په نږدې ورځو کې په قطر کې پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن