کابل (پژواک، ۵ زمری ۹۸): پر ټاکنو دوو څارونکو بنسټونو د رایه ورکوونکو د تقویتی نوم لیکنې په بهیر کې د کوچنیانو ثبتول او له جعلي تذکرو څخه ګټه اخیستل د ولسمشرۍ ټاکنو په وړاندې لويې ستونزې وبللې.
د تقویتي نوم لیکنې لړۍ چې د روان کال غبرګولي د میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او د چنګاښ د میاشتې په ۸ مه له غزني پرته په ۳۳ ولایتونو کې پای ته ورسېدې، ۴۴۷ زره تنو په کې نوم لیکنه کړې ده.
د افغانستان دڅار آزاد بنسټ(فوا) او د افغانستان د ټاکنو پر روڼوالي د څار بنسټ (ایتوا) نن د ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې له لړۍ څخه د خپلو لیدنو پایلې په ګډه خبري غونډه کې له رسنیو سره شریکې کړې.
یادو دوو بنسټونو د ۹۰ څارونکو اود سیاسی ګوندونو او نوماندانو څلوېښتو استازو په واسطه په ۲۲ ولایتونو کې د دې لړۍ د ستونزو او اندېښنو په اړه خبرې وکړې.
د فوا بنسټ مشر مبین الله ایماق په دې ناسته کې وویل چې د یادو دواړو بنسټونو لیدنې ښيي چې ځینې ستونزې لکه د کم عمره کوچنیانو ثبتول، د جعلي تذکرو شتون، د بایومتریک د ماشینونو نه شتون او په دې لړۍ کې د روڼوالي نه شتون موجود وه.
نوموړي د رایه ورکوونکو په تقویتي نوم لیکنه کې ستونزې د ولسمشرۍ ټاکنو په وړاندې ستونزې وبللې.
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نظر ورکوونکو ۱۷ تنو ویلي دي چې په تقویتي نوم لیکنه کې د کم عمره کوچنیانو د ثبتونې ليدونکي دي او ۲۵ تنو نورو بیا په دې لړۍ کې د جعلي تذکرو له کارونې څخه د سترګو لیدلى حال له یادو دوو بنسټونو سره شریک کړي دي.
نوموړي وویل چې ۱۹ تنو نورو په خپلو نظرنو کې یادو بنسټونو ته ویلي چې د کمېسیون کارکوونکي د بېطرفۍ اصل نه مراعت کاوه.
وړاندیزونه:
د ایتوا یا د افغانستان د ټاکنو پر روڼوالي د څار ادارې مشر حبیب الله شینواري وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید د تقویتي نوم لیکنې شمېرې له جزئیاتو سره د کمېسیون په وېبپاڼه کې خپرې کړي؛ ځکه چې اعلان شوې شمېرې د اعتبار وړ نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن