کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۸): عبدالله عبدالله ټینګار کړی چې دولتي کارکوونکي حق نه لري چې په ټاکنیزو مبارزو کې د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان کار وکړي او زیاته یې کړه، دولتي سرچینې د هېچا شخصي نه دي؛ د خلکو حق دی او باید په ټاکنیزو سیالیو کې ترې استفاده ونه شي.
د ملي يووالي حکومت اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په سپېدار ماڼۍ کې وزیرانو شورا ته وویل، د دولتي ادارو کارکوونکي خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو دنده لري او ځانګړي نوماند ته د کمپاین حق نه لري.
نوموړي ناستو کسانو ته په خطاب کې وویل: ((د ملي یووالي حکومت د کاري مودې تر پایه خپلې دندې د قانون سره سمې ترسره کړئ او تاسو ته هېڅوک نه شي ویلای چې د ځانګړي نوماند په ګټه یا زیان کار وکړئ، ټوله توجه مو دندې او مسوولیت ته وکړئ او دغه ټينګار مو پر ټولو مسوولینو وکړئ.))
نوموړي د دې په څرګندولو چې د هېواد سرچینې د هېچا شخصي نه دي وویل، دا د هېوادوالو حق دی، په داسې لاره دې مصرف شي چې خلکو ته یې ګټه ورسېږي او د ولسمشرۍ ټاکنو په ټاکنیزو سیالیو کې دې نه مصرفېږي.
عبدالله دې ته په اشاره چې له دولتي کارکوونکو د خپل مسوولیت ترسره کولو پرته، په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې هېڅ بله تمه نه لري وویل، که دولتي مسوولینو ته د ځانګړي نوماند د کمپاین لپاره ګواښ وشي، د خلکو باور ته به ستر زیان وي.
دغه راز اجرایه رییس د زرغون بهیر پر دفتر د تېرې ورځې برید ستر جنایت وباله او ویې ویل، دغه ناځوان مردانه برید پر ټول توان غندي.
هغه زیاته کړه، ترهګر د خپلو بشري ضد او له وحشت ډکو بریدونو په دوام تېره ورځ په کابل کې د زرغون بهیر پر دفتر برید وکړ او یو شمېر هېوادوال یې ووژل او ټپیان کړل.
نوموړي د دې په روښانولو چې دغه ترهګریز بریدونه په ټاکنیزو سیالیو کې له پیلېدو سره سم دي وویل، ترهګر د دې ډول بریدونو په ترسره کېدو له ولسواکۍ او ټاکنو بهیر سره دښمني څرګنده کړه او ثابته یې کړه چې د خلکو پر اراده او ملي مشارکت ولاړ نظام سره جوړ نه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن