ژبه

ولسمشر : د امنیتي ځواکونو د سرښندنو له برکته به تلپاتې سولې ته رسېږو

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٨) : ولسمشر محمداشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو او منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې د سولې مذاکراتو تر پیلولو پورې دې د دښمن پر ځپلو تمرکز وکړي.

له ارګ څخه د زمري په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر  او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هوایي ځواک قوماندانۍ د سوق او ادارې نوي مرکز څخه لیدنه وکړه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د سوق او ادارې نوي مرکز امر جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال د یاد مرکز د کړنو په اړه معلومات ورکړل او بیا یې د دښمن د ځپلو په موخه د جنګي چورلکو او الوتکو د بریدونو لنډه ویډیوهم ور وښوده.

ورپسې بریدمل ولي محمد د کومانډو ځانګړو قطعاتو د بریدملانو او افسرانو، سید ابوبکر د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د افسرانو، د هوایي قول اردو مرستیال تورنجنرال شفیع خان  د هوایي ځواک د جنرالانو او ډګروالانو او ډګروال حمیدالله زیارمل د پیلوټانو په استازیتوب له ولسمشر سره په جلا جلا کتنو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د هوایي ځواک قوماندان تورنجنرال عبدالفهیم رامین د هوایي ځواک د عملیاتو، ظرفیتونو، لاسته راوړنو او محاربوي وړتیا په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل، د پیلوټانو او کدرونو د روزنې په موخه به د هوایي اکاډمۍ طرحه له بشپړولو وروسته د اعلی سرقوماندانۍ دفتر سره شریکه کړي.

هغه ولسمشر ته د ټاکنو د امنیت د ټينګښت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره د توکو د لېږد په برخه کې د هر اړخیز چمتووالي ډاډ ورکړ او ويې ویل، د هوایي ځواک منسوبین په عالي مورال د دښمن پر وړاندې جنګېږي.

د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او همېشني ملاتړ مننه وکړه او ويې ویل، د وسله وال پوځ منسوبین څلروېشت ساعته مبارزې ته چمتو دي او د اعلی سرقوماندانۍ د لارښوونو او دستور العملونو مطابق خپله دنده ترسره کوي او په مېړانه د دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.

ولسمشر غني  د وسله وال پوځ منسوبینو ته په خطاب کې وویل، ترڅو چې دا زړور سرتېري وي، نو د افغانستان دولت به تلپاتې وي. له تاسو هر یوه څخه مننه چې دا مقدس یونیفورم مو پر تن کړی او د افغانستان بیرغ مو هسک او رپاند ساتلی دى.

هغه زياته کړه : (( زه او ټول هېوادوال درباندې ویاړو.))

ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب څخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ او همکارۍ د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او  زیاته یې کړه، : (( زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي رول ټولو ته واضح دی او دوی نه یوازې د خپل هېواد، بلکې بین المللي امنیت او ثبات د تامین لپاره تروریزم سره د مبارزې په لومړ ۍکرښه کې جنګېږي )) .

ولسمشر وویل، پنځه کاله وړاندې چا د هوایي ځواک د لرلو تصور نه کاوه، مګر نن نه یوازې دا چې هوایي ځواک شته ، بلکې ورځ تر بلې پیاوړی او شمېر یې درې چنده کېږي.

هغه په ټینګار سره وویل، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکارۍ، تمویل او تجهیز برخه کې شوې نړيوالې ژمنې او تړونونه پر خپل ځای دي.

login or register a new account.