کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٨) : د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، چې امنیت د نظام لپاره تر هرڅه لومړی دی او په دې اړه موجودو ګواښونو او ستونزو ته دې جدي پاملرنه وشي.
له امنيت شورا څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امنیتي سکتور په مشرتابه ناسته کې د خبرو پر مهال حمدالله محب وویل، دښمن په خپلو اهدافو کې، چې د ولایتونو او لویو سیمو نیول و پاتې راغلی او اوس په له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې په برید کولو او د ملکي خلکو په تر هدف لاندې راوستلو سره وېره او ترهه خپروي.
نوموړي اړوندو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې په دې اړه ټول ګواښونه، حل لارې او امکانات معلوم کړي او لکه تر اوسه یې، چې هڅې کړي او قربانۍ ورکړي، په جدیت سره یې پر وړاندې ودرېږي او مخه یې ونیسي.
سرچينې زياته کړې، په ناسته کې د امنیتي ادارو مشرانو د ټاکنو او کاندیدانو د امنیت په اړه هم مالومات ورکړل او ویې ویل، چې دې برخې ته جدي پاملرنه موجوده ده او د اړتیا وړ ګامونه پورته شوي دي.
دوی همدارنګه په دې برخه کې د کاندیدانو د همکارۍ او همغږۍ غوښتونکي شول، چې پر بنسټ یې د کمپاینونو او ټاکنو پروسه ښه او له لانجو پرته پر مخ ولاړه شي.
د ملي امنیت سلاکار په پای کې له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه تیار کړي، چې بیا يې په رڼا کې لازم اقدامات وشي.
login or register a new account.