ژبه

افغان ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې دوه مډالونه ترلاسه کړل

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۵): دوو افغان ورزشکارانو د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ورزشکارانو د اسیایی سیالیو د رزمي ورزشونو په ۱۶ – ۱۸ سني کټګوریو کې یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ګټلي دي.

سرچینې لیکلي، په دغو سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ ګیلوګرام وزن کې پرله‌پسې اوزبېکستاني او قرغيزستاني سیالان مات کړل، خو د قزاقستاني سیال پر وړاندې یې ماتې وخوړه او د سپینو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

همدارنګه محمد قاسمي په ۴۵ کیلوګرام وزن کې خپل هندي سیال ته ماته ورکړه او له تاجکستاني سیال څخه یې ماتې وخوړه او د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د المپیک ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د اوزبېکستان په کوربه‌توب له شلو څخه د ډېرو هېوادونو په ګډون ترسره شوې.

دغه‌راز یادې سیالۍ نن پای ته ورسېدې او له افغانستانه پکې پنځو ورزشکارانو ګډون کړی و.