پل علم (پژواک ۱۸ زمري ۹۸) د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چي د افغان او ايتلافى ځواکونو په هوايي بريدونو کى په تيرو ۲۴ ساعتونو ۳۴ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
په سويل لويديځ کې ٢٠٣ تندر قول اردو د لوا وياند احمد شکيل تسل د زمري په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه هوايي بريدونه ددې ولايت په مرکز تندان ، د برکي برک ولسوالۍ د قلعه عباد ، د څرخ ولسوالۍ د خرپيچک کوتل ته څيرمه ترسره شوي دي.
هغه وايي، چې په دې هوايي بريدونو کې ٣٤ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، په دې بريدونو کې د وسله والو طالبانو يوعراده ډاټسن موټر چى له چاودېدونکو توکو ډک و، هم له منځه وړل شوى دى.
تسل وايي، وژل شوي وسله وال د کندهار او د هلمند ولايت اوسيدونکي وو، چى د ترهګريزو اعمالو لپاره دی ولایت ته راغلي وو.
د برکی برک د عباد کلا اوسیدونکی زمري پژواک ته وویل ، چې تېره شپه يې په سيمه کې بمبار شوى او يو موټر له منځه وړل شوى چې پکې اته تنه وسله وال وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP