مزارشريف (پژواک، ۲۷ زمری ۹۸): د بلخ په دولت اباد ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي دي.
د دولت اباد ولسوال محمد يوسف د زمري په ۲۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار ۷ بجې د يادې ولسوالۍ په حيه تان کلي رامنځته شوې ده.
نوموړي زياته کړه چې د سړک غاړې دغه چاودنه پر یوه سراچه موټر چې له دولت اباد ولسوالۍ مزارشریف ته پر لاره و، شوې او ۱۱ کسان په کې وژل شوي دي.
د هغه په خبره چې په دې پېښه کې موټر بشپړ له منځه تللی دی.
ولسوال وايي چې په وژل شوو کې ۵ کسان د يوې کورنۍ غړي وو.
نوموړي دا هم وويل، په وژل شوو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي چې د چاودنې د ډېر تخریب له امله د ډېری مړو تشخیص نه کېږي.
د بلخ امنيې قومانداني هم د يادې پېښې پخلی کړی دی.
د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې دغه ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.
نوموړي وويل، امنيتي ځواکونه د جګړې پر مهال د ملکي وګړو ژوند ته ډېر پام کوي خو په وينا يې چې وسله وال طالبان بيا ډېری وخت له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي.
خو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP