ژبه

ننګرهار کې د کرکټ یو ورځنۍ «لېسټ اې» سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، نن په ننګرهار ولایت کې د زونونو په کچه د کرکټ نهم پړاو یو ورځنۍ «لېسټ اې» سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات نن پژواک ته وویل چې د کورني کرکټ څانګې له مهالوېش سره سم، نن په ننګرهار ولایت کې د زونونو په کچه نهم پړاو د «اي اېنډ جام لېسټ اې» یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې د کرکټ ملي لوبډلې، د الف لوبډلې او د کورني کرکټ لوبغاړي لوبېږي.

دغه‌راز، په یادو سیالیو کې د بند امیر، سپین‌غر، بست، مس عینک او امو زون لوبډلې برخه لري.

د یادونې ده، یادې سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتې تر څلورمې نېټې په ننګرهار کې دوام ولري.

ورته موضوع