ګردېز (پژواک، ٦ وږى ٩٨): د پکتيا حکومتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د احمد ابا ولسوالۍ د تذکرو مدير او يو قومي مشر وژلي دي.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د وږي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د احمد ابا ولسوالۍ د تذکرو مدير محمد عزيز پر ډزو وژلى دى.
هغه وايي چې په دې تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
د يو بل خبر له مخې، د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار په ګردې څېړۍ ولسوالۍ کې قومي مشر حاجي سنګين وژلى دى.
دغه راز د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ظاهرشاه پژواک ته وويل چې حاجي سنګين له هېچا سره شخصي دښمني نه درلوده.
دى وايي: ((دولت پلوه سړى و، ټول عمر يې د خلکو ستونزې د جرګو او مرکو له لارې حل کړې دي خو نن سهار يې مړ کړ.))
بل لور ته د يادو پېښو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن