غزني ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٨) : د ملي امنيت رياست وايي چې په غزني ولايت کې يې د طالبانو پر روغتيايي مرکز عمليات کړي او يو شمېر طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ددغه ولايت د ملي امنيت رياست له خوا د وږي په ١٠مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه يې ځانګړو ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په بازار کې عمليات ترسره کړي او ١٢ طالبان يې وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، په دغو عملياتو کې چې د طالبانو پر روغتيايي مرکز ترسره شوي، د طالبانو ۱۲ عرادې موټر او ۱۲ عرادې موټرسايکلونه يې هم له منځه وړي دي.
ملي امنيت وايي، په دغه مرکز کې دوه پاکستاني روغتيايي کارکوونکي چې د طالبانو په روغتون کې يې دنده ترسره کوله، نادرکه شوي او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
د سيمې يوتن اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو ددغې ولسوالۍ په بازار کې د عملياتو پرمهال يو شمېر موټر هم سوځولي دي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان زيات دي شايد دا موټر د هغوى اړونده وي.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه زياته کړې، چې په دې عملياتو کې د ناوې د بازار ۱۰۰ هټۍ، څلور هوټلونه، دوه روغتيايي مرکزونه او لسګونه موټر له منځه وړل شوي چې ټول يې د ملکي خلکو وو.
د غزني ناوه ولسوالۍ له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې د وسله والوطالبانو په لاس کې ده، دغه ولسوالۍ له ډيورنډ فرضي کرښې سره ګډه پوله لري، دوه کاله وړاندې يو ځل دولت ونيوله، خو د يوې اوونۍ په ترڅ کې يې بېرته طالبانو ته خوشې کړه، له هغه وروسته په کې کله کله د امنيتي ځواکونو له لوري شپني عمليات ترسره کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP