کابل (پژواک ١٠ وږى ٩٨): ولسمشر غني وايي، د ولايتي شورا هغه ۸۲ وکیلان چې استعفاوې یې کړي، هغوی به بېرته خپلو دندو ته ور وګرځي، خو په دې شرط چې کومه قانوني ستونزه ونه لري.
نوموړي دغه مطلب نن غرمه د ولایتي شوراګانو د همغږۍ شورا غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې په کتنه کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ناستې په پیل کې د زابل د ولایتي شورا رئیس عطامحمد حق بیان او د پروان د ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د حکومت د برنامو، ولسمشریزو ټاکنو او د جمهوررئیس د سولې پروګرام ملاتړ وکړ.
سرچينه زياتوي، یادو ویناوالو د خپلو موکلینو او اړوندو ولایتونو د ستونزو د شریکولو ترڅنګ د وکیلانو امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې او د دې غوښتنه وکړه، چې وزارتونه او ادارې دې د ولسونو د ستونزو د حل په برخه کې له دوی سره همکاري او همغږي زیاته کړي.
هغوی څرګنده کړه، تل یې د نظام د ټینګښت، د امنیت او ثبات د تامین، د قانون د حاکمیت او د ولسونو د ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کړي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.
ولسمشر غني یادو وکیلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی له ملاتړ څخه په مننې هغوی ته په ولایتي شوراګانو کې د نسلي بدلون او د ښځو د فعال رول مبارکي ورکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د وکیلانو امنیت او خوندیتوب ته د پاملرنې لارښوونه وکړه.
نوموړي د ولس ستونزو ته پر رسیدګۍ ټینګار وکړ او ويې ویل، هغه ۸۲ وکیلانو چې استعفاوې یې کړي، هغوی به بېرته خپلو دندو ته ور وګرځي، خو په دې شرط چې کومه قانوني ستونزه ونه لري.
دى وايي، د محلي حکومتولۍ ښه والي ته پاملرنه زیاتېږي او په ولسوالیو کې د جامع جوماتونو ترڅنګ اداري کمپلکسونه او نور تاسیسات جوړېږي.
د هغه په وينا، په ولایتونو کې باید د انکشاف او پروژو په برخه کې تحرک او موثر مدیریت رامنځته شي.
login or register a new account.