کابل (پژواک ١١ وږى ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، کلي بايد له يو بل سره وصل شي او د پروژو په غوراوي کې دې د خلکو او په ځانګړي ډول د ښځو رول زيات شي.
نوموړي دغه خبرې نن د ولسي تړون پروګرام د ښاري او کلیوالي انکشافي شوراګانو ملي مشورتي کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول، په پیل کې د کلیو د پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي د ولسي تړون پروګرام او د ښار او کلي د خلکو په ژوند کې د هغه د رول په اړه معلومات ورکړل.
نوموړي د یاد کنفرانس په اړه وویل، د دغه کنفرانس ګډونوالو په پنځو برخو له هغې ډلې د انکشافي پروژو پر اقتصادي تحلیل، خودکفایۍ، د پروژو پر پایدارۍ، د ښځو پر ونډې او د ښار او کلي خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر پر لا زیاتې همغږۍ هر اړخیز بحثونه وکړل.
ده زياته کړه، دا مهال د هېواد په ښارونو او کلیو کې زیاتې پروژې د تطبیق په حال کې دي چې موخه یې اقتصادي وده، د بېوزلۍ د کچې راټیټول او د شغلونو ایجاد دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل وویل، د ولسي تړون پروګرام کې خلکو ته لازم صلاحیتونه ورکول کېږي، چې د پروژو په تطبیق او د سیمه ییزو ادارو په څارنه کې خپله ونډه ادا کړي.
د هغه په وينا، خلکو د صفایۍ د محصول د تحویلۍ او صنفي جوازونو په برخه کې ناغېړي نه ده کړې او د پروژو په تطبیق کې یې خپله فزیکي ونډه هم برجسته کړې ده. دغه راز موږ هڅه کوو د ولسي تړون پروګرام د هیواد ګوټ ګوټ ته وغځوو او پراختیا ورکړو.
محمداکرم، حسناره، پلوشې او محمدحقمل په یاد ملي مشورتي کنفرانس کې د خپلو ګروپي کارونو پایلې وړاندې کړې او ويې ویل: په کاري ګروپونو کې په کلیو کې پر خودکفایۍ، د کلیو د اقتصادي وضعیت پر ارزولو، د پرمختګ په برخه کې د ښځو پر فعال رول، د دولت او خلکو ترمنځ د غوره اړیکو د تامین او د شوراګانو ترمنځ پر همغږۍ پراخ او مفصل بحثونه وشول.
وروسته حاجي سیداحمد او سمیرا توراني د ولسي تړون پروګرام د ښاري او کلیوالي انکشافي شوراګانو ملي مشورتي کنفرانس، پرېکړه لیک ولوست.
ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، په جمهوریت کې وطندار اصل دی او تاسې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ممثل یاست.
هغه زیاته کړه: "تاسې مسوول وطنوال یاست او هره ورځ تاسې د ګذر او کلي په ژوند کې اساسي تغییر راولئ او زه له همدې امله له تاسې څخه د زړه له کومې مننه کوم."
نوموړي د دوی له ارزونو او دا چې خپلې ستونزی او وړاندیزونه یې بیان کړل، مننه وکړه او ويې ویل، نن افغان ښځې د مسوول وطنوال په توګه ځلېدلي او هیڅکله شا تګ نه کوي.
login or register a new account.