ژبه

ولسمشر: طالبان د بهرنيانو په لمسون هېواد ورانوي

 

کابل (پژواک، ١٢ وږى ٩٨) ولسمشر اشرف غني د کابل د تېرې شپې بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې طالبان د پرديو په لمسون هېواد ورانوي.

تېره شپه شاوخوا لس بجې د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د هودخېلو په سيمه کې د بهرنيانو پر ګرين ويلېج کمپ د موټر په وسيله ځانمرګى بريد وشو.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې په دغه بريد کې ١٦ ملکيان وژل شوي او ١١٩ نور ټپيان دي او ٤٠٠ بهرنيان له کمپ څخه ژغورل شوي وو.

طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چې لسګونو بهرنيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

له ارګه د وږي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې  خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه بريد په کلکه غندلى دى.

ولسمشرغني ويلي: ((زموږ د خلکو او هېواد پر ضد د طالبانو جګړه بشري جنایت دی، دغه ډله او د هغې رهبري له افغانستانه بهر د پردیو کړیو په واک کې ده او د هغوی په لارښوونه زموږ هېواد ورانوي او زموږ خلکو ته زیان رسوي.))

خو د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تېره شپه په يوه مرکه کې ويلي چې طالبان وطن دوسته خلک دي.

ولسمشر غني دغه راز د هېواد په مختلفو سيمو کې د دښمنانو د ګڼو بریدونو په مهارولو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا او اتلولي وستایله.

ده زياته کړې، طالبان هېڅکله د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مقابلې وړتیا نه لري، نو له همدې وجې بزدلانه تروریستي بریدونه ترسره کوي.

login or register a new account.