ښرنه (پژاوک، ١٣ وږى ٩٨): د پکتيکا اوسېدونکي او د سولې ولسي حرکت غړي وايي که د سولې روانې خبرې په ښه ډول مديريت نه شي، افغانان به په خپلمنځي او نه خلاصېدونکي جګړه کې ښکېل شي.
د سولې ولسي حرکت غړي چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې پکتيکا ته تللي، نن يې د دغه ولايت په اورګون ولسوالۍ له خلکو سره لويه غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې قومي مشر او ديني عالم رحيم ګل وويل چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وروستۍ شوې دي، بايد په اړه يې خلکو ته پوره معلومات ورکړي.
نوموړي وويل: ((سوله د الله ج امر دى او زموږ د هېواد هر وګړى سوله غواړي، موږ د بين الافغاني خبرو ملاتړ کوو.))
دغه قومي مشر وويل که چېرې د سولې روانې خبرې په ښه ډول مديريت نه شي، امکان لري چې افغانان يو ځل په خپلمنځي جګړو کې ښکېل شي.
همدارنګه بل قومي مشر سيد عتيق الله اورګوني وويل چې د سولې د روانو خبرو جزئيات بايد له افغانانو پټ پاتې نه شي.
ده وويل: ((موږ سوله غواړو، موږ د سولې ولسي حرکت ملاتړ کوو او دغه غږ به ورسره بدرګه کوو.))
نوموړي هم له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې د سولې روانې خبرې په سم ډول مديريت کړي څو هېواد له کومې بلې جګړې سره مخ نه شي.
د غونډې په پاى کې د سولې ولسي حرکت مشر اقبال خيبر وويل چې د سولې روانو خبرو ته ځکه خوښ نه دى چې تر اوسه له حکومت سره خبرې نه دي پيل شوې.
خو ده ټينګار وکړ چې ټول افغانان بايد يو ځاى د سولې غږ پورته کړي څو په هېواد کې روانې جګړې نور پاى ومومي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې په هلمند ولايت کې د سولې ولسي حرکت پيل شو چې له هغه وروسته يې غړو ډېرو ولايتونو ته پلي سفرونه وکړل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP